رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : « يَكُونُ فِى آخِرِ الزَّمَانِ دَجَّالُونَ كَذَّابُونَ يَأْتُونَكُمْ مِنَ الأَحَادِيثِ بِمَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ وَلاَ آبَاؤُكُمْ فَإِيَّاكُمْ وَإِيَّاهُمْ لاَ يُضِلُّونَكُمْ وَلاَ يَفْتِنُونَكُمْ ».
ژباړه : په اخره زمانه کي ډير بد تير ايستونکي او ډير بد درواغجنان پيدا کېږي ، چي تاسوته به داسي احاديث بيانوي ، چي هغه به نه تاسو اورېدلي وي اونه به مو پلرو اورېدلي وي ( د درواغو حديثونه به وي ) تاسو د هغوئ څخه ځانونه ګوښه او لېري ساتئ ، چي بې لاري او ګمراه مو نه کړي ، په فساد او فتنه مو اخته نه کړي . (مشکاة المصابيح )