تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مالک بن نویره سره د خالد بن ولید(رض) جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2020
  0

د مالک بن نویره سره د خالد بن ولید(رض)  جنګ


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ستاسي به په ياد وي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و خالد بن وليد(رض)  ته وظيفه ورکړې وه او ويل: که د طُليحه څخه فارغه سوې نو د مالک بن نُوَيره و طرف ته ولاړ سه، اوس طُليحه شکست او ماته وخوړه او خالد(رض)  غواړي چي د مالک بن نويره و طرف ته رهي سي . 


په دغه وخت کي چي دلته دغه جنګونه او واقعات پېښيږي او جريان لري هلته د جزيرة العرب د شمال څخه يو بل لښکر را رهي دى چي د دې لښکر مشر يا مشره يوه ښځه ده چي دې هم د نبوت دعوه کړې ده او نوم يې سُجاح بنتُ الحارث التَغلُبِيه دى، د دې قوم د دې متابعت کړى دى، دغه ښځه اصلاً د عربو د نصاراوو څخه وه او اوس يې د مسلمانانو سره د جنګ إراده ده، خو پر لار يې دا سي إراده وکړه چي اول به يې د بنوتميم د قبيلې څخه را شروع کم چي مشر يې مالک بن نُويره دى، اوس نو د مالک بن نُويره پر طرف دوه لښکره ور رهي دي، يو د سُجاح بنتُ الحارث لښکر دی چي د شمال له طرفه ور رهي دی او بل د خالد بن ولید(رض)  لښکر دی چي د غرب له طرفه ور رهي دی، کوم وخت چي د سُجاح لښکر و بنوتميم ته ورسېدى، مالک بن نُويره د هغو سره د صلحي خبري شروع کړې او سُجاح ته يې و ویل:

 

زه اوس د خالد بن وليد لښکر درڅخه منعه کوم، ته ما د هغه سره پرېږده، او ته چي کومو ځايو ته ورځې او هغه نيسې زه په هغو کار نه لرم، هر ځاى چي تا ونيوى هغه يې ستا او نور يې زما، مالک بن نُویره او سُجاح بنت الحارث پر دې اتفاق وکړى چي جزيرة العرب به په خپل منځ کي سره تقسيموي، ښځي هم دغه صلحه قبوله کړه او لښکر يې امر کړى چي د مالک سره جنګ مه کوى، بيا يې د لښکر د مشرانو سره مشوره وکړه چي اوس به چيري ځو او د چا سره به جنګيږو؟ د دوی اتفاق د هغه يمامې پر طرف سو کوم چي هلته مسيلمة الکذاب دى او هغه هم د نبوت دعوه کړې ده. 


د سُجاح لښکر د يمامې پر طرف رهي سو، په دغه وخت کي د خالد(رض)  لښکر د مالک بن نُويره پر طرف ور رهي دى او سُجاح بنت الحارث د لښکره سره د يمامې پر طرف ور رهي ده، هلته بيا تر يمامې د باندي د عِکرمه بن ابي جهل(رض)  او د شُرحبېل بن حسنه(رض)  لښکرو اړولي دي او د خليفة رسول الله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ا وا مرو انتظار با سي.


خالد بن وليد(رض)  چي و مالک بن نُويره ته ور نژدې سو، مالک او د هغه ډله په دغه وخت کي په مشورو مشغوله وه او وايي: د جزيرةالعرب حالات ګډ وډ او بحراني دي، هرڅوک چي لښکر لري هغه غواړي چي ټوله جزيره ونيسي، سُجاح بنت الحارث له يوه طرفه، مسيلمة الکذاب له بله طرفه او مسلمانان د بلي خوا را رهي دي، نو مشوره سره کوي چي موږ بايد څه وکړو؟ د مشورو په آخر کي دې نتيجې ته ورسېده چي هغه رشتيا او واقعي دين اسلام دى او د ځان په باره کي يې دا ښه او بهتره وليده چي رِدّت پرېږدو او اسلام ته رجوع وکړو. 


هلته بيا د خالد بن وليد(رض)  سره دا اوامر ور سره وه چي يو قوم يا يوه ځاى ته چي ورسى د سهار انتظار به کوى، که مو د مرتدينو له طرفه آذان واورېدى حمله به نه پر کوى او د زکات په باره کي خبري ورسره وکړى او که مو آذان نه واورېدى بېله خبرو حمله پر کوى. 


د مالک بن نُويره قوم چي په دغه وخت کي يې لمونځ او آذان پرې ايښي وه خو اوس يې بيرته و اسلام ته د رجوع په باره کي خبري او مشوره سره کړي وه، او عملاً يې اسلام نه ؤ تطبيق کړى نو خود د سهار آذان و نه سو، خالد(رض)  حمله پر وکړه، څرنګه چي حمله ناڅاپه او د هغو په بې خبري کي وه، مالک بن نُويره او د هغه قوم يې ټول بنديان ونيول. 


مالک ويل: موږ په مشوره کي ؤ او د مشورې نتيجه مو دا سوه چي موږ بيرته اسلام ته رجوع کوو، خالد بن وليد(رض) خپلو ملګرو ته و ویل: اوس د دوى حال نه دى معلوم چي رشتيا وايي که خلاف، موږ بايد د دوى د حال څخه يقين حاصل کړو چي دوى اسلام ته رجوع کړې ده که يا ؟ د دې بېره سته چي موږ يې پرېږدو او بيا دوى حمله راباندي وکي، نو يې ټول بنديان وتړل او خپلو ملګرو ته يې و ویل:چي د بنديانو سره مو ښه معامله او ګذاره کوى، شپه راغله او د شپې ډير شديد يخ سو، نو خالد(رض)  په لښکر کي ږغ کړه: 


{دَافِئُوا أسراکُم}  
يعني بنديان مو ګرم او تاوده وساتى، مګر په هغه وخت کي د جزيرة العرب په عربي کي دا اصطلاح وه چي(دَافِئُوا) يعني: مړه کړى، لښکر هم ټول بنديان مړه کړه، مالک بن نُويره د قومه سره و وژل سو، خالد بن وليد(رض)  چي د مالک د طرفه بېغمه سو اوس بايد د خليفةَ رسولِ الله(ص)  د امره سره سم د يمامې و طرف ته رهي سي، نو خود د لښکره سره د يمامي پر طرف رهي سو، او د بله طرفه سُجاح بنت الحارث د لښکره سره د يمامې وطرف ته ور رهي ده.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته