تازه سرليکونه
د (تابعین او تبع تابعین) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
(۳ )داني حکایاتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 12, 2020
  0

  (۳ )داني حکایاتونه

 

را لېږونکی: نعمت الله"علمي"/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱:   ابواسحاق سبیعي رحمة الله علیه یو مشهورمحدث دی. نوموړی د تقريباً سلو کلونو په عمر وفات سوی دی. د ژوند په آخره کي يې افسوس کاوه، چي د سپین ږيريوالي په سبب مي د لمانځه خوند ولاړی؛ اوس په لمانځه کي یوازي  البقره او آل عمران سورتونه لوستلای سم؛ زیات نه سم لوستلای. که څه هم ذکر سوي دوه سورتونه پاو کم څلورسېپارې کېږي، خو په هغه خلکو کي د دين جذبه او د لمانځه سره محبت دومره و، چي دغه ستر سورتونه يې لوستلای سوای بيا يې هم ځان ملامتاوه. 


۲:   د حضرت مجدد الف ثاني رحمة الله علیه له نامه سره ممکن ځيني خلګ آشنا وي. د هغه یو خلیفه مولانا عبدالواحد لاهوري یوه ورځ وویل: آیا په جنت کي به لمونځ نه وي؟ یو چا ورته وویل، چي په جنت کي خو لمونځ نه وي؛ ځکه هغه خو د عملونود عوض ځای دی؛ نه د عمل کولوځای. ده له خولې څخه آه وایستی او د ژړا په حال کي يې وویل: په جنت کي بې لمانځه څنګه ګذاره کېږي؟! په داسي خلکو دنیا ودانه ده او په اصل کي د ژوند خوند اخیستونکي هم دغه خلګ دي. الله جل جلاله دي د داسي مبارکوانسانانو په برکت پر موږ  رحم وکړي.

 

۳:   حافظ ابن قیم رحمة الله علیه په زاد المعاد کي لیکي: لمونځ رزق ډېروي؛ صحت ساتي او مرضونه لېري کوي؛ زړه ته قوت او روښنايي ورکوي؛ مخ ښایسته او روښانه کوي؛ بدن ته خوشحالي ورکوي؛ په غړو کي تازه ګي پیداکوي؛ سستي لېري کوي؛ د سینې د پراخوالي سبب ګرځي؛ د روح خوراک دی؛ د الله جل جلاله د نعمتونو ساتونکی دی؛ د الله جل جلاله له عذاب څخه د ساتلو سبب دی؛ شیطان لېري کوي او د رحمان  ذات سره د نږدېوالي سبب دی. لنډه دا چي د روح او بدن په حفاظت کي لمونځ زیاته اغېزه لري او د دواړو ساتنه کوي. همدا ډول د دواړوجهانونو د ګټو په لاس ته راوړلو او د دواړو جهانونو د تاوانونو څخه په ساتنه کي زیات اثرات لري.  

 «فضائل اعمال»                                  

taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته