تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هرمسلمان لپاره ځيني اړين او ضروري مسئوليتونه:
  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه.
  December 12, 2020
  0

 

د هرمسلمان لپاره ځيني اړين او ضروري مسئوليتونه:

 

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری/  تعلیم الاسلا م ویب پاڼه.

 

۱ – الله پاک ته متوجه کيدل او پوره تقوی غوره کول.

 

۲ – پر عباداتو باندي ځان مکلف ګڼل او د عبادت په کولو کي پوره جديت.

 

۳ – د مسلمانانو ترمينځ يووالئ او ورورولي را وستل او هر مسلمان ته د ځان په سترګه کتل.

 

۴ – په مسلمانانو کي د سيمي، ژبي او قوم  پربنياد د تقسيم او ويش مخه نيول.

 

۵ – په مسلمانانو کي دا عقيده محکومول او ختمول چي د ښار خلګ د وطن خلګ بد بولي او د وطن خلګ د ښار خلګ بد بولي.

 

۶ – اسلامي شعائر پيژندل او د هغو درناوي ته ځان متعهد ګڼل.

 

۷ – د اسلام دين په پوره غور سره د ټولو اجتماعي ځانګړتياوو او انساني غوراوي سره پيژندل.

 

۸ – ددين خدمت ته تر ټولو مخکي وړاندي کيدل خو د نورو سره هم پوره مرسته کول.

 

۹ – د مدرن اوعصري امکاناتو او تکنالوژۍ څخه ددين په ګټه کار اخيستل.

 

۱۰ – د مال په لاسته راوړلو کي داسي هڅه کول چي د حرام مال څخه ځان او خپله کورنې په پوره توګه وساتي.

 

۱۱ – د خپلو اولادونو فکري او عملي روزني ته پوره پاملرنه.

 

۱۲ – د هرهغه چا سره مرسته کول چي د اسلام لپاره په هره ذريعه خدمت کوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته