تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دټولني شیطانه ډله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0

دټولني شیطانه ډله 

 

لیکنه : عبدالمؤمن/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د تاريخ په اوږدو کي دا يوه تجربه سوې خبره ده چي د بل هر چا په نسبت اسلام او مسلمانانو ته ګمراه او بې لارو ډلو تاوانونه ډېر رسولي دي  په ځانګړې توګه هغه ډلي چي د منحرفي ديني صبغې او رنګ سره راغلي وي. ځکه دوی ددې تر څنګ چي خلک بې لاري کوي په مسلمانانو کي تفرقه هم پيدا کوي، ددې تر څنګ چي اسلام او مذهب تحريفوي په خپلو ناوړه کړنو باندي په نړيواله سطحه اسلام هم بدناموي او ددې تر څنګ چي په ګڼو برخو کي د اسلامي مبارزينو مخي ته خنډونه جوړوي د هغوی د له منځه وړلو هڅي هم کوي.

 

د 1900 م – 1919 م  کلونو تر منځ چي کله د هند مسلمانانو د حقاني علماو و په سرپرستۍ د انګريزانو په مقابل کي وسلوال او فرهنګي پاڅون وکړ همدغه شيطاني کړيو چي په ټولنه کي د علماوو، پوهانو او متنفذينو په حيثيت باندي پېژندل کېدل د حقاني علماوو   او مبارزو مسلمانانو پر ضد شیطانت او مکاري پيل کړه او په يوه او بله طريقه به يې د حقاني علماوو او مسلمانو مبارزينو مخي ته خنډونه جوړول او ددوی مبارزه به يې ختمول، آن تردې چي ډېری حقاني علماء يې د انگريزانو په لاس شهيدان کړل.

 

دا شیطانتي کړني پر هغه ځای او هغه وخت باندي ختمي نه سوې، بلکي همداسي يې دوام وکړ، د ديوبند علماء چي د هند په لويه وچه کي يې په هره برخه کي د مسلمانانو رهبري او لارښوونه کول ددغه مکارو او شيطان مزاجه انسانانو د شیطانت او جاسوسۍ هدف وګرځېدل، د ديوبند د علماوو پر ضد يې هر وخت خپل ناوړه تبليغات ډېر تند او ګرم ساتلي دي په هر اسلامي هيواد او هره سيمه کي چي دغه شيطاني څيرې شتون ولري هلته د حقاني علماوو پر ضد په خاصه توګه د ديوبند د علماوو پر ضد خپل منفي تبليغات کوي او په هره وسيله چي يې په وسه وي د حقاني علماوو د ديني خدمتونو مخنيوی کوي او په لاندي طريقو يې د ديني خدمت او اسلامي مبارزې څخه را ګرځوي:

 

۱ – په حقاني علماوو پسې تورونه تړي او د درواغو اتهامات ورباندي واردوي، تر څو د عامو مسلمانانو ذهنيتونه خراب کړي او د حقاني علماوو د ملګريتوب څخه يې را وګرځوي.

 

۲ – د سيمو چارواکو ته د حقاني علماوو څخه منفي او بې ځايه شکايتونه کوي تر څو يې پر ضد را وپاروي او د حکامو په ذريعه يې د ديني خدماتو او مبارزې مخه ونيسي.

 

۳– د حقاني علماوو خبري تحريفوي بيا د ځانه څخه ورباندي تبصرې او تحليلونه کوي تر څو هغوی خلکو ته پر باطل او ځانونه پر حق معرفي کړي.

 

۴ – ددين په هره برخه کي چي حقاني علماء د مهارت او مسلکي توب پر اساس او يا د محيطي غوښتني پر بنياد کوم خدمت کوي دوی کوښښ کوي چي په هماغه برخه کي حقاني علماء بدنام کړي د بېلګي په توګه که حقاني علماء ديني مدرسې جوړوي، دوی کوښښ کوي چي ديني مدرسې بدنامي کړي، که حقاني علماء دين او تقوی ته د دعوت په موخه فرهنګي ديني خدمت کوي، دوی کوښښ کوي چي هماغه فرهنګي خدمت او دعوت يې بدنام کړي، که حقاني علماء د شرعي ضرورت پر اساس جهاد (قتال) کوي دوی کوښښ کوي چي جهاد بدنام کړي او که حقاني علماء د ځان او ټولني د تزکيې لپاره شرعي خانقاه جوړوي دوی کوښښ کوي چي هماغه شرعي خانقاه يې بدنامه کړي.

 

۵– د ځانه څخه دين او مذهب ته شعارونه جوړوي بيا دغه په خپل لاس جوړسوي شعارونه د حق او مذهب معيار بولي او هرڅوک چي ددوی د دغو شعارونو مخالف وي هغه ته د دين او مذهب د مخالف په سترګه ګوري او په ګڼو ناروا او عام غولوونکو لقبونو باندي يې نوموي.

 

۶– ددې لپاره چي دغه شيطاني کړۍ د خپلو کړنو لپاره يو ډول دليل پيدا کړي فقهي مراتب سره ګډوي واجب د مباح او مباح د واجب مرتبې ته رسوي نو ځکه خپلي ټولي کړني اړيني بولي خو د حقاني علماوو کړنو ته بيا هيڅ ارزښت نه ورکوي.

 

۷ – ددې لپاره چي پر دغه شيطاني کړيو باندي څوک باور وکړي نو ځکه خپلي موخي ته د رسيدلو لپاره ډېری وختونه تقيه کوي يا د ځينو حاکمانو مخي ته بې ځايه اخلاقي چاپلوسي او بوټ پاکي کوي.

 

موږ ټول  مسلمانان بايد دداسي شيطاني حلقاتو په پېژندلو کي خپل مسئوليت سرته ورسوو تر څو خدای مکړه ځان او يا نور مسلمانان د اسلامي مبارزې په ډګر کي بې روحيې نه کړو.

 

ما خذ: تعلیم الاسلام  مجله 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته