تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وخت میوه لرونکې څانګه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 29, 2020
  0

وخت میوه لرونکې څانګه ده 


لیکنه :نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د انسان عمرټول امانت دی او د امانت په اړه قانون دادی، چې پوښتنه یې کیږي اوضایع کوونکی یې د قراني، نبوي، انساني اواخلاقي قوانینوپربنسټ مجازات کیږي د ځوانۍ مست اوهڅاند له پړاوهم د وخت له څپانده سمندرڅخه سرچینه اخلي دا پړاوهم په ډیرې چټکۍ سره په مخ ځي، مګرله انسان سره یې محاسبه یقیني ده.

 

د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:


چې د قیامت په ورځ به ترهغه وخته بنده پښې له خپل ځایه ونه خوځوي، تردې چې د څلوروشیانوپه اړه ترې پوښتنه ونه شي د عمرپه اړه چې په څه کې یې تیرکړی اود ځوانۍ په اړه چې په څه کې یې زړه کړې د مال په اړه چې له کومه ځایه یې ګټلی اوپه څه کې یې مصرف کړی اود علم په اړه چې څومره عمل یې پرې کړی.

 

ګرانه زلمیه! پام چې کړاوونه اوناخوالې دې عمرد میوه لرونکې څانګې ځوانۍ څخه غافل اوبې خبره نه کړي.


ماخذ : دوخت قیمت او زموږ غفلت

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته