تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که چیري میرمن طلاق غواړي اوخاوند یی نه ورکوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2021
  0
نوم        احسان الله ارشاد
ولایت     خوست
هیواد     افغانستان 
مسلسله شمېره    ۲۹۷۳
پوښتنه: یوه ښځه غواړي چې د مېړه څخه طلاق وغواړي، خو مېړه یې طلاق نه ورکوي او ورته وایي چي ټول حقوق دي زه پوره کوم، خو طلاق مه غواړه، خو ښځه طلاق غواړي اوس دوۍ محکمې ته مراجعه کوي تر څو تفریق قضایي رامنځ ته شي، دوۍ کوچني اولادونه هم لري، نو پوښتنه داده چي همدا کوچني اولادونه ایا د مور سره پاتي کیدلی شي، او که پآتي کیدلی شي څومره وخت؟ 
 
جواب: مبسلاً و حامداً
 
هو! د اولاد د پالني (حضانت) حق په لومړي قدم کي  دمور دی د هلک د پالني موده تر ۷ کلنۍ ده او د انجلۍ موده تر بالغ کېدو ده، البته یو شرط يې دادی چي موربه د کوچنیانو د غیر محارمو سره نکاح نه وي کړي.
والله اعلم بالصواب
 
 
( الحضانة تثبت للام ) ويشترط في الحاضنة أن تكون حرة بالغة عاقلة أمينة قادرة ، وأن تخلو من زوج أجنبي ، وكذا في الحاضن الذكر سوى الشرط الأخير ، هذا ما يؤخذ من كلامهم . (تنویر الابصار مع ردالمحتار: ج۲، ص۶۷۸، باب الحضانة).
 
وَالْأُمُّ وَالْجَدَّةُ أَحَقُّ بِالْغُلَامِ حَتَّى يَسْتَغْنِيَ وَقُدِّرَ بِسَبْعِ سِنِينَ وَقَالَ الْقُدُورِيُّ حَتَّى يَأْكُلَ وَحْدَهُ وَيَشْرَبَ وَحْدَهُ وَيَسْتَنْجِيَ وَحْدَهُ وَقَدَّرَهُ أَبُو بَكْرٍ الرَّازِيّ بِتِسْعِ سِنِينَ وَالْفَتْوَى عَلَى الْأَوَّلِ وَالْأُمُّ وَالْجَدَّةُ أَحَقُّ بِالْجَارِيَةِ حَتَّى تَحِيضَ. (الفتاوی الهندیة: ج۱، ص۵۴۲، کتاب الطلاق)
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي                               المجیب: مفتي عبدالولي                                                                                             
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته