تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څوک چي قرآن نه وايي د خرابې په څېر دئ
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  February 15, 2021
  0

څوک چي قرآن نه وايي د خرابې په څېر دئ


لیکنه :مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن ابن عباس (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ان الذى ليس فى جوفه شئ من القران کاالبيت الخرب.
رواه ترمذي و قال هذا حديث صحيح ورواه الدارمي و الحاکم و صححه.


ژباړه : د ابن عباس (رضي الله عنه) څخه روايت  چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي: د چا په زړه کي چي قرآن نه وي د وران کور په څېر دئ.


د وران کور سره په مثال ورکولو کي يوه باريکه خبره دا ده چي کوم کور  چي وران وي پر هغه کور باندي پيرانان قبضه کوي په همدا ډول په کوم زړه کي چي  قرآن نه وي پر هغه زړه باندي هم شيطان حمله کوي (تاسو فکر وکړئ) چي په دې حديث کي څومره پر حفظ تاکيد سوى دئ چي د قرآن څخه خالي زړه يې د وران کورسره تشبيه کړى دئ. حضرت ابو هريرة(رضي الله عنه) فرمايي:

 

په کوم کور کي چي قرآن لوستل کېږي اولادونه  پکښي ډېرېږي، خير او برکت پکښې ډېرېږي، ملا ئکي ورته راځي او شيطانان ځني ځي او په کوم کور کي چي تلاوت نه وي بې برکتي او تنګدستي پکښې وي ، ملائکي د دغه کور څخه ځي او شيطانان پکښى داخلېږي. د حضرت ابن مسعود (رضي الله عنه) څخه نقل سوى دئ ځيني يې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه نقل کوي: چي خالي کور هغه دئ چي د قرآنکريم تلاوت نه پکښې کېږي.


ماخذ: دقرآن فضایل .

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته