تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة السجدة لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 25, 2023
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة السجدة لنډه پېژندنه 


 سورة السجدة د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۲ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة السجدة ۳۰ آية او ۳ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۱۵ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ


ژباړه: يقيناً هغه کسان چي زموږ په آيتونو (او نښانو) ئې ايمان راوړی وي، دا هغه کسان دي چي کله هم دوی ته ذکر وسي (يعني ور په ياد کړل سي) نو دوی په سجده پرې وزي او خپل د رب پاکي او ثناء و صفت بيانوي او هيڅ کبر نه کوي.


پورتنی آية د سجدې دئ، بايد سجده تلاوت وسي.


په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.


۱-   قرآن کريم د الله تعالی له لوري را استول سوی کتاب دئ او هيڅ شک پکښي نسته.


۲-   الله (رب العزة) آسمانونه او مځکه په شپږو ورځو کي خلق کړل او بيا پر عرش باندي جلوه فرما سو (يعني پر عرش قائمه سو).


۳-   د الله (جل جلا له) د شمار له ورځو څخه يوه ورځ د مځکي د ۱۰۰۰ زرو کلونو سره برابره ده.


۴-   الله تعالی انسان خلق کئ او ډول ډول نعمتونه ئې ورکړل.


۵-  الله تعالی و سيدنا موسی (عليه السلام) ته کتاب ورکړی، د بني اسرائيل د هدايت له پاره.


۶-  کفارو د استهزاء او تمسخر په ډول د رسول اکرم ﷺ څخه د قيامت د ورځي پوښتنه کول، خو ډېر ژر دئ، چي هغه يَوْمَ ٱلْفَتْحِ (د فتح ورځ) به راسي.


الله (عزوجل) په سورة السجدة كي و إنسان ته د وركړل سو نعمتونو او رحمتونو په باب فرمايي:


الله تعالی هر شی په ډېر ښائسته ډول پيدا کړی دئ او إنسان ئې د خټو څخه پيدا کئ. بيا ئې د إنسان نسل د اوبو (يعني مني) څخه پيدا کئ. بيا ئې د إنسان بدن او جوړښت په ښه اندازه جوړ کئ. غوږونه، سترګي او زړه ئې ورکړل، خو ډېر لږ کسان شکر ګزاره دي.


او الله (تبارک و تعالی) د إنسانانو له پاره اوبه پيدا كړي، چي هم ئې وڅښي او هم د حيواناتو و زراعت د پاره په ښه ورسي.


نو د الله (سبحان و تعالی) بغيره تاسو هيڅ کمک رسونکی، او ملګری نه لری او نه هم خپل د ربّ بغير کوم شفاعت کونکی لری.

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته