تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوې ګوتي د څه شي علامه ده؟
  تعلیم الاسلام
  December 18, 2021
  1

 

ژباړه او ټولونه: نوید احمد  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د دوو ګوتو دا نښان اصلاً د کفارو لخوا رایج سوی یو مشهور دود دی چي په مختلفو هیوادو کي د لاندي معناګانو د پاره استعمالیږي:

 

ښکنځل یا توهین
مقابل طرف ته د فتح یا بري اشاره (ویکټوري)
امن، ملګری
د فحشاء علامه
او داسي نور

 

که ورغوی یوې خوا ته وي یوه معنی لري، او که دباندي خوا ته وي بله معنی لري.

 

تاریخچه:

د اکسپورډ مرجع ویب پاڼه لیکي چي دا علامه کیدلایسي د هغه علامې څخه اخذ سوې وي کوم چي د (دیوث) کس د پاره کاریږي. 

 

دا علامه یو چا ته د ماتي ورکولو په معنی هم کاریږي لکه د لانګبومین انګریزانو لخوا د فرانسې پوځ ته نیول کیده ځکه هغوی په جنګ کي ماته خوړلې وه. (اکسپورډ ریفرینس)

 

همدارنګه دا نښه د غربیانو او نورو سیاسي ګوندو لخوا د خاصو معناګانو لپاره کاریږي، مثلاً په ارجنټین، د جنوبي افریقا د نیشنلیسټ حزب، د ایران د یوه سیاسي حزب او نورو سیاسي احزابو لخوا د خپل قدرت د اظهار یا مقابل لوري ته د خپلي کامیابۍ د اشارې لپاره کاریږي.

 

 

 

دا نښه د بوسنیا د ملیشو لخوا د روغبړ علامه وه... 

 

بعضي غربیان دغه دوې ګوتي د یوه چا د سر شا ته نیسي ترڅو وښيي چي دا کس ښکرور شیطان دی. (ویکیپیډيا)

 

دا نښه په لږ تغیر سره د ملحدانو او شیطان پرسته کسانو د مفکورې مشهوره علامه ده. 

 

د یادوني وړ ده چي دا علامه د ځينو فاحشو انسانانو د فحشا د یوه حرکت علامه هم ده.

 

او لکه څنګه چي د اکسپورډ د ریفرینس پاڼي لیکلي دي چي کیدایسي د دیوث کس د علامې څخه اخذ سوې وي.

 

ګرانو مسلمانانو! اوس خو تاسو ته ددې دوو ګوتو نیولو سرچینه او د استعمال ځایونه درمعلوم سوه، ډیر د افسوس ځای دی چي وروسته مسلمانانو ددې استعمال پیل کړی، د حیرت ځای دی چي یو غني او باتهذیبه امت لکه مسلمانان د کفارو د رواجو او فرهنګو ړوند تقلید کوي، بېله دې چي سرچینې او عواقبو سنجولو ته یې فکر وکړي، حال دا چي اسلامي امت تر هر چا بهترین تهذیب او فرهنګ لري.

 

مسلمان باید هر وخت محتاط وي او د کفارو د رواجو او دودو د تقلید څخه ځان وساتي.

 

دا چي اسلام یو پاکیزه او مقدس دین دی او خپلو پیروانو (مسلمان) ته یې دا حکم کړی دی چي د کفارو د رواج او فرهنګ تقلید مه کوئ ځکه د کفارو رواجونه او فرهنګ د طهارت او پاکیزه ګۍ هیڅ معیار نه لري.

 

د مسلمان لپاره بس همدا د شهادت ګوته نیول تر ټولو بهترینه علامه ده چي د یوه پاک رب وحدانیت ته اشاره کیږي چي ګواکي الله رب العزت یو دی، زه د هم هغه ستر رب غلام او بنده یم.

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ. رواه ابوداؤد
ژباړه: هغه څوک چي د یو قوم سره مشابهت کوي نو دی (هم) د هغو (د ډلي) څخه دی.

ټولي تبصرې (1)
عبدالمتين
October 14, 2017

د دوو ګوتو د پورته کولو سره مخ سوى يم او تر اوسه په دې نه پوهېدم چې په دې کې څه راز دى له ليکنې څخه مننه ستاسو د نورو ګټورو ليکنو په هيله.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته