تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په کفري هیوادونو کي د حیواناتو سره ظلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2019
  0

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دښمنان تر یوه قمیص شپږ سرونه راباسي.


۱: په هسپانیا، میکسیکو او نورو پرمختللو(؟) هیوادونو کي هر کال زرګونه غوایان او نور حیوانات په نیزو وهل کیږي او په ډير ظلم یې وهي او ټکوي او په خورا وحشتناکه ډول ئې وژني.


بیا په جواب کي وايي: دا یو ډول ملي ورزش او جشن دئ.


۲: د ډنمارک خلک هر کال د فارو په نوم جزیره کي لسګونه زره ډولفین ماهیان په بې رحمۍ سره وژني، تردي چي د بحر ټولي اوبه سور رنګ واخلي. حتی ویل کیږي، چي په تیرو دیرشو کالو کي ۸ میلیونه ډولفین ماهین په دي ډول قتل عام سوي دي. 


په جواب کي وایي: دا د ماهیانو د ښکار یو ملي جشن دئ. 

 

 


۳: یهودیان هر کال د ”کیپور یا کېپاروت“ په اختر کي زرګونه چرګان په ډېره ظالمه طریق وژني. 


په جواب کي وایي: دا یو ډول دیني او مذهبي مراسم دي. 


۴: مسیحیان هر کال زرګونه فیل مرغان د کرسمس په میله کي په وحشیانه ډول وژني. 


او بیا جواب کي وایي: دا یو ډول ملي یا مذهبي غذا ده. 


۵: امریکا هر کال په میلیونونه انسانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په ظالمانه او بې رحمه طریقو وژني. 


او بیا وایي: دا د تروریزم سره مبارزه ده. 


۶: د نړۍ په مختلفو هیوادونو کي د جشن او مذهبي مراسمو په نامه د حیوان وژني ډير وحشي کړني ترسره کیږي چي په ویلو یې د انسان زړه ویلیږي. 


۷: او که مسلمانان پر فقیرانو، وږو او غریبو خلکو باندي د وېشلو لپاره غویی، پسه یا وزه په اسلامي طریقه ذبحه کړي (چي لومړی حیوان په ښه ناز مړوي او اوبه کوي، بیله دې چي چاړه لا ورښکاره کړي، په اسانه طریقه ذبحه کوي)، نو په ظلم روږد کفار په بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره ناري کړي، ولي بي ګناه حیوانان وژنی؟ د بې وزلو او فقیرانو سره د مسلمانانو دا د بشر دوستۍ، مرستي او همدردۍ کړني ته وحشت او ظلم وایي. 


حال دا چي د نړۍ مشهور غذايي شرکتونه د حیواناتو سره په ظلم او وحشت سخت تورن او متهم دي او همدغه اعتراض کوونکي همدغه غذايي کاروي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته