تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غربي نړۍ د رسنیو ورځني سر ټکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 13, 2018
  0

ژباړه او راټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ماشومان په غرب کي
د امریکا د ټیکساس ایالت په یوه مکتب کي یو لس کلن عصبي تکلیف لرونکی ماشوم د مکتب د پولیس افسر لخوا په زور سره تر سټ نیول کیږي او په پرلپسې ډول شکنجه او زورول کیږي او بیا لاسونه تر شا ور تړي او په خبرو یې تهدید کوي. څو ساعته یې دغه ناروغ ماشوم تر غاړي ټینګ نیولی وي. ددې ماشوم سره دا ډول چلند څو ځله سوی دی چي بالاخره نوموړې پیښه د کامیرې په ذریعه ثبت او محکمې ته راجع سوه. (۱۳/۸/۲۰۱۸)

 

ښځي په غرب کي

د امریکا په اریزونا ایالت کي یوې ۹۲ کلني بوډۍ خپل ۷۲ کلن زوی ځکه په توپنچه قتل کړی چي دا یې د کور څخه ایستل او په زوړنتون کي يې داخلول. (۴/۷/۲۰۱۸)

په کفري نړۍ کي ښځي د ځوانۍ په وخت کي د مینځي په حیث استعمالیږي او د جنسي آلې کار ور څخه اخلي، کله چي زاړه عمر ته ورسیږي د بوډیانو یوه روزنتون ته یې داخلوي.

 

د امریکا په لوزیانا ایالت کي پنځه کسانو یوه عصبي ناروغه میرمن اختطاف کړې او بیا یې د مینځي کار ور څخه اخیستی او سخت روحي او جسماني شکنجې يې ورکولې، پردې سربیره یې اخطار ورکړی وو چي که دا سخت کارونه ونه کړې وژل کېږې به. نوموړې ښځه یې په یو ډول قفس کي ساتل او د خپلي مړې سوي مور د سوځلو ایرې يې هم په خوړلي. (۳۰-جولای-۲۰۱۸ فاکس)

 

د انګلستان د چیسټر ښار په یوه روغتون کي یوه ښځینه نرسه د ۸ ماشومان په وژلو باندي نیول سوې ده. 

پدې روغتون کي د ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۱۶ م کال پوري ۱۷ ماشومان وژل سوي دي. (CNN ۲۰۱۸/جولای)

 

په برازیل کي یوه ۲۴ کلنه ښځه د خپلي کلیزي لمانځلو په ورځ د نامعلومولو خلګو لخوا ووژل سوه. (۱۳/۸/۲۰۱۸)

 

د امریکا په انډیانا ایالت کي یوه نفر پر خپلي ملګري ښځي لومړۍ جنسی تیری کړی، بیا یې وژلې ده او په اخر کي یې د هغې د جسد غوښي هم خوړلي دي. قضیه یې په محکمه کي تر څیړلو لاندي ده. (۱۲/۸/۲۰۱۸)

 

د امریکا په ویسکانسن ایالت کي یوه ۵۸ کلنه ښځه د خپل سپي لخوا چیچل سوې وه چي بالاخره په یو ډول مرض مبتلاء سوه او ددغه میکروب څخه مړه سوه. (۱۳/۸/۲۰۱۸)

 

په همدغه ایالت کي یو بل ۴۸ کلن سړی چي د سپي ساتلو سره ډير بلد وو د خپل سپي د خولې میکروب یې ویني ته داخل سوی وو چي بالاخره ډاکټرانو دده دواړه لاسونه او دواړي پښې ددغه مکروب په وجه پرې کړې. (۱/۸/۲۰۱۸)

 

د امریکا په اکلاهوما ایالت کي یوه خاوند خپله میرمن او اته کلنه لور قتل کړل او وتښتېدی. (۲۰۱۸-سپټمبر)

 

د غرب مادي نړۍ
د امریکا د انډیانا ایالت یوه ډاکټر د وظیفې څخه د شړلو په انتقام کي د کورنۍ څلور کسه قتل کړل چي په هغو کي ښځه او یو ځوان هم شامل وه. (۲۰۱۸/۹/۱۵)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته