تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مارچ ۸ د ښځود ورځي نړيواله ډرامه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 8, 2022
  0

لیکنه : علي الله  متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دوې دقیقې وخت دي راکړه، پر دا لیکنه به پښېمانه نه سې


ګوره! هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست او ښکلا سره برابر نه دئ. د الله تعالی و دې خلقت ته ګوره، ښځه ئې مینه ناکه، لطیفه او نرمه پیدا کړې ده.


ښځي ته اسلام بیخي زیات عزت ورکړ، هغه داسي:


عربو ناځوانانو ژوندۍ ښخولې، د پخواني چين په قانون کي ذکر سوي وه، چي ښځه د نړۍ پر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود دئ، رومیانو ورته د نا اهله لقب ورکړی وو او په پنځمه پېړۍ کي مسیحانو پر دې بحث کاوه چي ایا ښځه د نارینه په څېر روح لرونکی جسم دئ او که نه؟ او کوم اروپایانو چي نن موږ ته د ښځي حقوق را ښيي، هغوی تر اتلسمي پېړۍ پوري میراث نه ورکوی. اسټرالیا په شلمه پېړۍ کي د رایي ورکولو حق نه ورکوی، خو زموږ د خلیفه ګانو دربارونه د حضرت عايشې په مشورې چلېدل.


اوس نو جالبه دا ده!


په کفري ټولنه کي د حیواناتو غوندي کار ځني اخلي؛ بې حجابه ئې ټولني ته وړاندي کوي، د جنسي الې (Sex Machine) په سترګه ورته ګوري، د ورځي پر سړکونو ټکسي په چلوي او د شپې د ډیسکوګانو سټېجونه او د پیسه دارو چپرکټونه په ګرموي.


نو اسلام څه وایي! ؟


 نارینه ئې په دې مامور کړ، چي ښځي ستاسي لوی حمایت دئ او د نارینه د کږېدو پر مهال ئې د هغه لپاره لکړه وبلل. په قران کریم کي فرمایي:


 هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ. (سورة البقره:۱۸۷)


ترجمه: هغوئ ستاسي جامه (پوښاک) ده او تاسي د هغوی جامه یاست.


پلار ته وایي: د لور په خاطر به جنت ته ځې


اولاد ته وایي: مور تر ټولو زیا حق لري


خاوند ته وایي: نکاح وکړه، د ګناهونو څخه به خلاص سې.


زموږ هیواد کي بیا د مارچ اتمه لنګه غوا ده:


-د درې زرو افغانو بېنرونه چاپ کړي، شل زره واخلي. 


-د زرو افغانو کیک او شیدې کښېږدي، لس زره یې ولیکي.


-د عزتمندو خویندو تصویرونه په پرګرامو کي واخلي،  پر فیسبوک ئې کښته پورته کوي. 


-د ښځو چارو رئیسه به خپله په ضدمرمۍ موټر کي د لسو کسانو بارډیګاډانو سره و غونډي ته حاضره سول، خو ښځو ته به ېئ ویل؛ امنیت مو نیسم او بیا د تعلیم او کار غوړي غوړي وعدې به ئې هم پسې ورکړې.


#نوټ: اسلامي اِمارته!! د ښځو اسلامي حقوق ټول ورکړه، ښځه زموږ د ټولني نیمه برخه جوړوي، پام کوه، چي د کفري دامونو ښکار نه سې. 


#بل_نوټ: ښځو! حیثیت مو خوندي کړئ؛ د احمد شاه بابا او میرویس نیکه څخه زرغونې بي بي او نازو انا، شاهان جوړ کړل.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته