تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو لنډي غوره ویناوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2022
  0

څو لنډي غوره ویناوي 


راټولونه :محمدذاکر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱: ذكر دزړه شفا او درملنه ده: ذكر دزړه شفا او درملنه ده. او غفلت دزړه مرض دي نو خپل زړونه د الله (جل جلاله) په ذكر تداوی کړي.


۲ : دالله محبت :  دالله (جل جلاله) محبت دومره دچا نصيب کيږي چي څومره يي ذکر کوي.


۳ : دالله (جل جلاله)دوستي: کله چي الله (جل جلاله)وغواړي چي دیوه بنده سره دوستي وکړي نو دهغه بنده پرژبه دخپل ذکر دروازي را خلاصي کړي او پر زړه يي دخپل فکر دروازي راخلاصي کړي.


۴ : ژړا: هرکوچني چې وه دونياته راځي الله (جل جلاله) صرف دژړاهنر ور زده کړي وي هرکوچني دخپل مورڅخه هرڅه په ژړا باندي حاصله وي. نو همدارنگه که ته غواړي چې څه حاصل کړي دخپل الله (جل جلاله) څخه چي ترمور(۷۰) و اره مهربانه دي ، اودخپل بنده سره ډیرزیات محبت لری نودکوچنیانو څخه زده کړه وکړي او دخپل مهربان رب (جل جلاله) څخه په ژړاباندي هرڅه حاصل کړي.


۵ : دیو مسجد پر دروازه ډیره ښایسته جمله ليكلي وه،که گناهونوڅخه ستړي سوي يي نو دننه راسه  د الله (جل جلاله) رحمت ستاپه انتظارتراوسه نه دي ستړي سوۍ.

 

۶ : دنیکي کولواصلي وخت ځواني ده : خو دتعجب خبره داده چي موږ نيكي هغه وخت کو وکله چې موږ دبدي کولو طاقت نه لرو.


۷ :  دعبادت خوند:لکه څنگه چي ناروغه بدن د ښه غذا څخه  خوند نه اخيستلاي همدا ډول گناه کاره زړه دخپل خالق (جل جلاله)دعبادت  څخه  خوند نه  سي اخیستلاي.


۸ :  که چیري ته په دي باورلري چي ستارزق  د الله (جل جلاله) سره دي نوبیا رزق په تلاش مه گرځه بلكي دهغه چاپه تلاش گرځه دچاسره چي ستارزق دي.

 

۹ :  داخبره همیشه په یاد ولري : چي ددونیا په محبت سره الله (جل جلاله) نه پیداکیږي ليكن دالله (جل جلاله) په محبت سره دنیا او اخرت دواړه پیداکیږي.


۱۰ :  له الله (جل جلاله) سره مینه: کله چي ئي له خپل ځان څخه پردي اوله خپل ذات سره اشنا کړې نو پوه سه چي مینه درسره لري.


۱۱ : حيوانان خپل خاوند پیژني خوانسانان خپل څښتن الله (جل جلاله) نه پیژني.


۱۲ :که په جنت کي دخپلي خوښي ژوندکول غواړي نوپه دي دونياکي دخپل ربه (جل جلاله) په خوښه ژوند تیرکړه.


۱۳ :  حقيقت دادي چې انسان یو ډیر ضعیف او ناتوانه مخلوق دي ، دحیرانتیا خبره داده ، چي څنگه له ډيرقوي او زورورخداي (جل جلاله)څخه نافرماني کوي.


۱۴ :  انسان دومره بي زړه دي چي دکوچني کوچني شیانو څخه ويريږي اودلاوره بیا دومره دي چي دالله (جل جلاله)څخه نه ویریږي.


ماخذ : غوره ویناوي  


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته