تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وینا پر مهال اورېدونکي په نظر کي نیول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وینا پر مهال اورېدونکي په نظر کي نیول  


د اوریدونکي سن، جنس، مسلک، زده کړه، ټولنیز او اقتصادي موقف، شکل، فکر، ذوق، عقیده، کورنۍ، معلومات، غوښتني او احساسات باید درک شي او د هغو مطابق وینا جوړه شي. موضوع او مناسبت ته پام هم مهم دی. که یوه د خوښۍ غونډه وي؛ نو د غم خبري پکښي باید ونه کړو. پر موضوع تمرکز باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي. د اوریدونکو سویه هم باید په نظر کې وساتل شي. که د یو مسلک متخصصین ناست وي او موږ دوی ته په داسي انداز وینا کوو چي ګویا موږ تر هغو زیات پوهیږو، نو د وینا تاثیر مو منفي کېږي.
زموږ په وینا کې باید ګډون کوونکي، خپلي غوښتني او ارزښتونه وګوري، دوی باید قانع شي، چي وینا اوریدل ورته ضروري او ګټور دي او هسي وخت یې نه ضایع کېږي. وینا باید د هغوی تر سویې ټیټه یا پورته نه وي.


چاپيريال


د وینا ځای او چاپیریال هم ډیر مهم دی. د تالار، اندازه، رڼا، د هوا جریان، سکون او آرام والی، د ګډون کوونکو شمېر، وسایل (میخانیکي، چاپي، صوتي، رسنیز) او نور مسایل ټول باید په پام کې ونیول شي.


په چاپیرال کي درې خبري ډېري مهمي دي


۱:  آواز مو باید ټولو ته ورسیږي.


۲:  چاپیریال باید پاک او د خوښۍ وړ وي، رڼا یې مناسبه او هوا یې ښه وي.


۳:  په داسي ځای کي باید ودریږو چې ټول ګډونوال موږ وویني او موږهغوی ووینو. پر مخ مو باید تیاره نه وي، بلکي رڼا زموږ پر لور وي.


      نتيجه


د وینا نتیجه تر ټولو ډیره مهمه ده. موږ باید له وینا هغه څه لاس ته راوړو چې غواړو یې. د وینا متوقع نتیجې باید توافق، اقدام او تعقیب وي. ښه او ایډیال حالت دا وي چې اوریدونکي زموږ سره په هغه څه موافق شي چې موږ یې ترې غواړو. دوی هغه اقدام او کړني ته حاضر شي چې موږ ورته وړاندیز کړې وي او د کړنو د تعقیب لپاره راسره یو پلان ومني. د هري وینا نتیجې د هغې د مناسبت او ګډونوالو له مخي توپیر لري: معمولاً موږ چي کله ملګرو ته وینا کوو نو هدف مو دا وي چي دوی خوښ وساتو. کله چي همکارانو ته خبري کوو نو هدف دا وي چې باید یو له بله څه زده کړو. که لویې ټولني او یا کمپاین غونډي ته وینا کوو نو غواړو چي ټولنه کار او عمل ته راپاڅوو. که له قاضي، وکیل او څارنوال سره خبري کوو لوی هدف مو دا وي چي دوی قانع کړو.


ښه دا وي چې د ضرورت په صورت کي له هر چا سره د توافق شوو ټکو د تعقیب یو پلان جوړ او پلی کړو. په دې صورت کي به مو هم وینا اغیزناکه او هم ګټوره وي. 


که ښه وینا زده کړو، تمرین یې کړو او عملي یې کړو، د ژوند په زیاتو برخو کي به بریا لاس ته راوړو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته