تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له تورو شپو څخه ليري اوسئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 25, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

له تورو شپو څخه ليري اوسئ!

 

که تیاره په رڼا نشي بدلولی؛ نو له تیارو او تورو شپو څخه لري اوسئ؛ ځکه چي تاسو به د مصیبت اوغم پرته بل څه ترلاسه نه کړئ. په ژوند کي ډېر داسي کسان شته چي تل مو په نا امیدۍ او منفي الفاظو پسي ګرځي، خو ته باید د لمر پر لور حرکت وکړئ. ډېر خلک غواړي چي ته په هماغه کچه پاته شې او نور هم ونه ځلیږې، دوی وېره لري چي ستا د پرمختګ رڼا د هر چا په سترګو کي ونه ځلیږي. او یا کوشش کوي، چي لږ تر لږه د لوړو ارزښتونو ته د رسېدو څخه ته نا امیده شي. تاسو باید د دوی په څیر فکر ونکړئ، مګر ډاډه اوسی چي د هرچا پرمختګ او سوکالي د هغه په ​​​​هڅه او امید پوري اړه لري.

 

ډېر نوښتګرو داسي کارونه کړي دي چي سترو مفکرینو نه وو کړي، د پخوانیو او مشهورو لیکوالانو له کتابونو څخه د نویو او غیرمشهور لیکوالانو کتابونه ډیر لوستل شوي او هرکلي یې شوي، نو د نا امیدۍ اړتیا نشته. شاتګ مه کوئ او په هیڅ قیمت مه نا امیده کیږئ ، او که تاسو ټولي دروازې تړلي ومومئ نو د خپل هدف پر لور حرکت مه پریږدئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته