تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کور قوانین!
  تعلیم الاسلام مجله۲۷ګڼه
  April 20, 2021
  0


د کور قوانین!


ژباړه: محب الله ذاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا قوانین کور کي پلي کړی، کور به مو له خوښیو ډک سي او د الله تعالی رضا به لاسته راوړی.


پر خپل وخت لمونځ کول.


له کوره د وتلو او کورته  داخلېدو پر وخت دعا، مسنون اذکار او سلام کول .


خپل ټول کارونه خپله تر سره کول او بل څوک په کار سره نه امر کول.


د کور له کومو اسبابو څخه چي کار واخلې بیرته ایسته کول، پر ځمکه پراته شیان تر خپله ځایه رسول او د کور نورو غړو ته د ناستي ځای ورکول.


د کورنۍ او د هغو اړتیاوو ته، تر ملګرو وړاندي والی ورکول.


وهل، خوشکه، فحش (بدي) خبري او کښنځل نه کول.


د ”اجازې “او ”منني“  په کلیمو سره مینه زیاتيږي زیات کارول.


ستا خونه او ستا کارونه ستا خپل مسؤلیت دی.


مقابل لور ته مینه او احترام کول.


په کور دننه له ماشومانو سره بازۍ او شفقت کول.


د کورنۍ غړو ته، لکه مور، پلار، خور، ورور، مېرمن او اولادو ته خپل خپل وخت ورکول.


د کور لپاره د اړتیا وړشیان پر خپل وخت وړل.


له خپلو ماشومانو سره په کورني کارو کي مرسته کول.


د کور غړي تشویقول او جایزې ورکول.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله (۲۷:ګڼه)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته