تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نورو هم خیال وساتئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 1, 2021
  0

 


تاسو به په خپل ورځني ژوند کې څو څو ځلې تجربه کړې وي، چې کوم خلک ستاسوپروانه ساتي، څومره ترې خپه کېږي او څومره ګیلې موترې کېږي، نو پر همدې اساس که تاسو غواړئ، په ځان کې یو کشش او جاذبه رامینځته کړئ او د نورو دخوښې وړوګرځئ، نو د نورو خیال وساتئ تاسو دیوې شیبي لپاره په خپل زړه لاس کیږدي او فکر وکړئ چي کله مو هم د نورود احساساتو ،جذبو ،ارامتیا، او سوکالۍ خوشحالۍ خیال ساتلی دی؟  


که تاسو د نورو احساسات وستایل، هغوی به ستاسو احساسات وستايي او ډېر ژر به يې په زړونو کې ځای پیدا کړئ. 


په ټولیز ډول د پخوانیو خویونو پرېښودل او د نوو خویونو خپلول یو ستونزمن کار دی، ښایي چې دا کار په لومړیو کې ستاسو لپاره ډېر ستونزمن وليدای شي، خو تاسو ترې مه وېرېږئ او مه ترې په شاکېږي، سر له ننه له خپل زړه سره کلکه وعده وکړئ، چې نور به هره نوې ورځ یو داسې کار ترسره کوئ، چې هغه به د ځان ښودنې او ریاکارۍ نه پاک وي، که تاسو دغه عمل ته دوام ورکړ، نو بالاخره به مو د ښو کارونو ترسره کول خوی وګرځي او ډېر خلکو ته به په خیر تمام شئ:


په دې عمل سره ستاسو د ذات درنښت هم ډېرېږي او په خلکو کې به ورځ تر بلې په مثبت ډول اغېز تیتوئ، یانې په ډېر لږ وخت کې به د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای ونیسئ.


تاسو باید همېشه د خپلو ګاونډیانو، خپلوانو، ملګرو او همزولوسره د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ، څومره چې تاسو د نورو لاسنيوی کوئ، همدومره به ستاسو ذات د نورو لپاره اغېزمن سي څه ډول چې تاسو حساس یاستئ، همدانورهم دي، څه ډول چې د ځان په اړه ښه نظر لرئ، همداسې يې نورو ته هم وغواړئ.


د نورو له سپکاوي ډډه وکړئ او هیچا ته په سپک او ټیټ نظر مه ګورئ، دبحث اومباحثې پرمهال یوازې پر دې ټینګار مه کوي چې فتحه به همیشه ستاسو وي ، دنظرونو داختلاف په صورت کې هیچا ته سپک او تریخ ځواب مه ورکوئ .


په یاد ولرئ، چې اخلاص، مینه، بې غرضي، صله رحمي او مېړانه د انسان په ذات کې یوه نړۍ مثبت اغېز راولي او په انسان کې دا ټولې غوره ځانګړنې هغه مهال رامینځته کېږي، چې کله يې انسان ځانګړی پام وساتي.

 

جاذب او اغېزمن شخصیت


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته