تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نور په بد نوم یادول دځان بد نامول دي
  تعلیم الاسلام
  December 16, 2017
  0


لیکنه: صبور ګل صابر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا یو ښکاره او څرګند حقیقت دی،  چې هر انسان له خپل نوم سره طبیعي مینه لري،  او خپل نوم یې خوښ وي، که چېرته بل هر څوک د ده نوم په سهي شکل اخلي، د نوموړی شخص خوښيږي،  او تاسو ورته په سینه کې ځای پیدا کوئ، او که یې په بد نوم نوموی له تاسو نه یې په زړه کې کرکه راځي او تاسو بدناموي، په اصل کې بل څوک په سپک نوم بلل ستاسو خپله بد نامې ده.

 

د خلګو  زړونه خپلول تر ټولو اغیزمنه لار د هغوی خپل نوم ورته په ښه شان سره یادول دي،   په ډېر افسوس سره چې زمونږ په ټولنه کې دغه بد دود اوج ته رسېدلی،  او هيڅوک دنوم دنه خیال ساتلو په بد رنځ کې اخته دي.

 

زما ډېر نږدي ملګري دي چې تل پخپل منځ کې دبد نوم په ښودلو کې سره لګیا وي، ان تر دې چې کله کله خو له دې بد نوم څخه دزړه بله ناورغي هم جوړه شي،  او د کینې په بد رنځ دوی سره اخته سي، هر یو غواړي له بدو نه په بد نوم یو بل سره ونوموي. هغوی دبد نوم په ښودلو کې دومره مهارت ته رسېدلی  چې دهر شخص دښه کار کولو نوم هم معلوم وي او دبد کار دکولو نوم هم، دساري په توګه، په دوی کې یو نفر ته دوي هلته د "ریحان" لقب ورکوي چې هغه شخص سمي کړنې ترسره کوي، او که دغه نفر د دوی په خوښه څه ونکړي هغوی دغه لقب ورته په پښتو اړوي او "بوین" ورته وایې.

 

زه نه وایم چې د دوی زړونه به له یو بل نه څومره پورته وي، څومره به له یوبل نه کرکجن وی، ځکه دوی خپله پوهیږي چې،  یو له بل څخه ښه خاطره نلرې او یوازې دغه بد نوم یې لامل دی،  دا ښکاره ده چې کله ستا زړه له چا څخه بد وي، نشي کیدلای چې له هغه سره په لاس او خوله ښه چلند او ښې خبري وکړي.

 

زمونږ ستر دین او ستر کتاب له دې بد رنځ څخه خلګ منع کړي دی،  او هیچاته یې د بد نوم ښودلو اجازه نه دی ورکړي، الله تعالی په مبارک کتاب قران کریم د الحجرات په سورت کې فرمایې:

 

((يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسٰىٓ أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَآءٌ مِّن نِّسَآءٍ عَسٰىٓ أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوٓا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقٰبِ ۖ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمٰنِ ۚ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ))
یعني  اې مؤمنانو! نه دي نارينه پر نورو نارينه و ملنډي وهي، كېداى سي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. او نه دي ښځي په نورو ښځو ملنډي وهي، کېدای سي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. پخپلو منځو كي يو د بل عیب مه لټوئ، او مه يو بل په بدو نومونو سره يادوئ. له ايمان راوړلو وروسته په فسق کي نوم پيدا كول ډېره بده خبره ده. كوم كسان چي دغه چار چلند پرې نږدي (توبه ونه باسي)، همغوي ظالمان دي.

 

یو بل په بدو نومونو مه یادوئ، د ظالمانو په ډله کې شمېرل کېږئ، زړونه مو له یو اوبل څخه پورته کېږي،  د کرکې او نفرت په رنځ اخته کيږئ، او تر ټولو بده یې لا دا چې ځان خپله بد نامه وي. 

 

په ښه نوم یادول څومره اغېز لري؟

 

 هر څوک په خپل نوم نومول دا یو ستر راز دي،  چې د انسان په شخصیت د مثبت او منفي تاثر غورځوي، دنړۍ ستر شتمن ریل کارینګي به ویل(( چې زما دپرمختګ او په نورو د د اغیز لامل مې همدا  د نومونو په ښه شان سره یادول وو او په ښکلي نامه مې د خلګو رابلل وو )) د ریل کارینګي دغه واقعیت تاسو ولې په ژوند کې نه تر سره کوي،  ډېر ارزانه تر هرڅه ارزانه یوازې او یوازې خلګ په خپل نوم یاد کړه او که دې نور هم غوښتل چې د مقابل طرف زړه ځان ته راکش کړي،  له نامه سره یې د ګل، جان، زړګی، ګران، محترم، دروند، نومونه هم اضافه کړه،  او وروسته د هغه شخص چلند ته وګوره، چې له تاسو سره یې  چلند څنګه تغیر کوي.

 

قران درته وایې چې خلګ په بد نوم مه یادوه،  او که ته لا بیا هم د بدو نومونو عادت پرېنږدي هيڅکله به ونه بخښل سي، هر څوک له خپل نوم سره بې شانه مینه لري او کوښښ کوي چې په هر قیمت له خپل نوم څخه دفاع وکړي، که چېرته بل کس په بد نوم یادوي هغوی هم اړ دي چې تاسو په سپک او بد نوم یاد کړي،  کله چې مو پخپلو منځو کې بد  نومونه تبادله سول اوس نو کرار د دښمنې اور ته کینه، هر وخت د ژوند خواږه وختونه د نورو په دښمنيو تېر کړه. 

 

که غواړئ،  ځان ته احترام او درناوی ولرئ،  دنورو نومونو ته احترام ولرئ او هغوی د ښه نوم خاوندان کړئ، کله چې مو دهغوی نومونه ښه او په احترام یاد کړل،  هغوی تاسو ته احترام لري او ستاسو شخصیت ورباندې عزتمن کیږي،  په ښه نوم سره د نورو یادول مو په خلګو کې د شخصیت تله درنوي، او په ټولنه کې دروند خلګ ښکارئ.

 

او که نور مو په بد نوم یادول، خپل شخصیت خپله ماتوئ،  دالله له کتاب څخه سر غړونه کوي،  د تعصب او کرکې تخم شیندئ، څومره وړه خبر او څومره ستر ستر زیانونه،  د الله جل جلاله  نافرماني، شخصیت ماتول، کرکه اونفرت خپرول،  دا درې سره ستاسو په یوه بد نوم منځ ته راځي، نور دې بد دود ته مخه ښه ووایاست، د ټولنې په منځ کې مینه خپره کړئ،  او نفرتونه ورک کړئ، که غواړئ ځان له بد نامې څخه وساتئ،  دخلګو له بدنومونو څخه ځان وساتئ،  که غواړئ د خلګو او ټولنې په زړونو کې ځای پیداکړئ، خلګ په بد او سپک نوم مه یادوئ!.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته