تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه پوه سم چی زه مؤمن یم؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 13, 2021
  0


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

عَنْ أَبِي رَزِينٍ الْعُقَيْلِيِّ قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللهِ كَيْفَ بِأَنْ أَعْلَمَ أَنِّي مُؤْمِنٌ ؟ قَالَ : مَا مِنْ أُمَّتِي - أَوْ هَذِهِ الْأُمَّةِ - مِنْ عَبْدٍ يَعْمَلُ حَسَنَةً فَيَعْلَمُ أَنَّهَا حَسَنَةٌ ، وَاللَّهُ جَازِيهِ بِهَا خَيْرًا مِنْهَا ، وَلاَ يَعْمَلُ سَيِّئَةً فَيَعْلَمُ أَنَّهَا سَيِّئَةٌ ، وَاسْتَغْفَرَ اللَّهَ مِنْهَا وَيَعْلَمُ أَنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ هُوَ إِلاَّ وَهُوَ مُؤْمِنٌ.[الزهدلإبن مبارک2/121]

 

ژباړه: د ابي رزين عقيلي څخه روايت دی چي ما رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل: يارسول الله! زه څنګه پوه سم چي زه مؤمن يم؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: ددې امت څخه هر بنده چي نيک عمل کوي او دی پوهيږي چي دغه نيک عمل دی او الله جل جلاله يې په مقابل کي د خير بدله ورکوي يا بد عمل کوي او دی پوهيږي چي دغه بد عمل دی او د الله څخه طلب د بخښي کوي او پدې باندي يقين لري چي بېله الله بل څوک ګناهونه نسي بخښلای نو دغه سړی مؤمن دی.


يعني کوم څوک چي کله نيک عمل کوي او دده يقين وي چي دغه نيک عمل دی او د الله جل جلاله څخه پر خپل عمل باندي د ثواب اميد هم لري، يا بد عمل کوي او دده پردې باندي يقين وي چي دغه بد عمل دی وروسته د الله څخه طلب د بخښي هم غواړي او پردې باندي يې يقين وي چي بېله الله بل څوک ګناهونه نسي بخښلای نو دغه کس مؤمن دی.


ماخذ :  اسلامي مقالي 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته