تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ساینس- تر یوه زیاته نکاح د نارینه عمر اوږدوي
  تعلیم الاسلام
  November 8, 2017
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلام قانون د رحمن او رحیم ذات جل جلاله د لوري د مهرباني نبي صلی الله علیه وسلم په واسطه د انسانانو د ګټي او د اړتیاوو د پوره کیدو او د خطراتو څخه د حفاظت د پاره رالیږل سوی ابدي قانون دی چي هیڅکله نقصان او زیادت ، تغیر او بدلون ته اړتیا نلري.

 

د اسلام ټول احکام انسانانو ته د دنیا او اخرت د ګټو تضمین ورکوي چي یو د هغو څخه تر یوه زیاته نکاح کول دي چي د مخکنیو انبیاؤ علیهم السلام یو سنت عمل هم دی.

 

د نړۍ مشهور برطانوي پوهنتون شیفیلډ په خپلو څیړنو کي دا ثابته کړې ده چي نسبت یوه واده لرونکي ته دوهمه نکاح د نارینه عمر ۱۲ سلنه اوږدوي. دوی لیکي چي دوهمه نکاح نوري ګټي هم  لري مثلاً کله چي د عمر اخري وخت ته رسیږي نو د نوموړي خاوند ښه پالنه هم کیږي. (البته یو نارینه نسبت بل نارینه ته د روغتیا، صحت او نورو وجوهاتو لکبله توپیر لري).

 

که څه هم مسلمانان د شرعي احکامو د ګټو د پاره د ساینس پوهانو نظریاتو ته اړتیا نلري خو بیا هم د مقابل لوري د پاره یو حجت کیدلای سي. 


علماء لیکي چي په نړۍ کي ورځ تر بلي د ښځو شمیر زیاتیږي او د نارینه شمیر کمیږي، که چیري دغه ښځي حلاله نکاح ونه کړي نو بیا به د کومي لاري خپله اړتیا پوره کوي؟ دا ښځه به خپل ژوند څنګه بې خاونده تیروي؟ 

 

کفري نړۍ دې ستر مشکل ته تر اوسه پوري حل نلري نو ځکه يې ښځي په ډول ډول فاحش ګیریو مبتلا او د فاسدو او شهوت پرستو د لاس آلې ګرځیدلي دي خو اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکي یوه ډيره عفتناکه او عزتمنه طریقه ښوولې ده هغه دا چي نارینه دي دوهمه نکاح وکړي نو به دې ښځو ته د میرمن توب عزتمن تاج پر سر سي او قابل نارینه به هم د بې لاريتوب څخه محفوظ سي.

 

البته د میرمنو ترمنځ مساوات کول ضروري دی.

 

لاندي د برطانې د مشهوري خبري رسنۍ ډیلي مېل پاڼي یو څو کرښي په دې اړه لوستلای سی:

The key to a long life could be as simple as getting a second wife.

Research suggests that men from polygamist cultures live 12 per cent longer than those who limit their affections to one woman at a time.

Sheffield University researchers uncovered the 'benefits' of polygamy by scrutinising World Health Organisation data on marriage practices and on life span. (dailymail uk)

 

 


اړوند معلومات:

بیان- د نکاح ۶ ګټي او د نه کولو زیانونه

بیان- د نکاح اسلامي طریقه او د خلګو رواجونه

ولي نبي کریم ﷺ ډیري ښځې په نکاح کړیدي؟

د تېرو انبیاؤ علیهم السلام د مېرمنو شمېر
خپلي لوڼي ژر په نکاح نه ورکول
د نکاح د تعدد حکمتونه
د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته