تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لومړنی پوهنتون چا تأسیس کړی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 13, 2018
  0

ژباړه: م. س. ق / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د لومړني پوهنتون بنسټ  د چا له خوا کښېښودل سو؟


فکر کوئ چي آيا لومړنی پوهنتون په لندن، پاريس، برلين، واشنګټن او يا هم په نيويارک کي تأسيس سو؟


فکر کوئ چي پوهنتون د لومړي وار له پاره د  اروپايي پاچاهانو او يا هم  د غربي  شتمنو سودګرانو په واسطه تأسیس سو؟


یا. داسي نه ده.


لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ م کال کي د يوې مسلماني ښځي له خوا د تونس په فېز ښار کي تأسيس سو.


د علم او پوهي د پراختيا له پاره کوښښ او تلاښ د مسلمانانو په نزد د زړه له کومي ارزښت درلود. په دې ملحوظ مسلمانه پېغله  فاطمه فهري د اسلامي امت له پاره د يو تعليمي مرکز په تأسس پسې سوه.


هغې یو تعليمي مرکز د القراوين تر عنوان لاندي د تونس هيواد په فېز ښار کښي تأسيس کړ او په ډېر لنډ وخت کي ئې دا مرکز د سياسي بحثونو په یو محل او یو ديني تعليمي مرکز بدل کړ.


وروسته دغه مرکز پراختيا وموندله او د نورو مختلفو مضامينو په خاص ډول د طبعي علومو  زده کړه ئې خپله کړه، چي دا مرکز په تاريخ کي لومړنی پوهنتون ګڼل کېږي.

 


 

په دغه مرکز کي  قرآن کريم، الهيات، فقه او قانون، د نثر او شعر زده کړه، د حساب علم، جغرافيه او طب تدریسېدل، اضافه پر دې، په دغه مرکز کي  نور مضامين لکه، د ژبي قانون، د اسلام تاريخ، د کيميا اساسات او رياضیات هم  ښودل کېدل. 


د تدريس لوړ کيفيت د زرګونو شاګردانو، محصلينو او عالمانو پښې د ټولي نړۍ څخه همدغه مرکز ته را کش کړې.
 په تېرو  وختونو کي اسلامي نړۍ د موډرن او پرمختللي علم او دانش زانګو پېژندل کېدله، چي بې مثاله لاسته راوړني او اثار ئې له ځانه پرېئښي دي.


مګر ولي نن ورځ اسلامي امت له دغي نړۍ والي قافلې څخه شاته پاته سوئ دئ؟ څه- څه سبب سول، تر دې چي مسلمانان د علم او تخنيک په برخه کي شاته پاته سي؟ څه- څه باعث سول، چي مسلماني ښځي په ټولنه کښي خپل نقش او رول له لاسه ورکړي؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته