تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عالم او ټیکنالوجي
  تعلیم الاسلام
  October 8, 2017
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بعضي ناخبره او جاهلان وايي: ولي ملا صاحب انټرنیټ او ټیکنالوجي نه ده جوړه کړې؟!! 

 

څوک چي د مولوي صاحب څخه د انټرنیټ او ټیکنالوجي جوړېده غواړي، دا داسی مثال لري لکه څوک چي طبي ډاکټر ته وايي چي ولي دي زراعت ته خدمت نه دی کړی؟ ولي دي اقتصاد ته خدمت نه دی کړی؟ ولي دي ټانګ او طیاره نه ده جوړه کړې؟ خو د عقله مرور په دې نه دی خبر چي د هر چا رشته جلا ده. د ډاکټر د انجنیر وغیره رشته او د خدمت ساحه معلومه ده، دغه ډول د عالم وظایف الله عزوجل معلوم کړي دي لکه:

 

انسانیت ته د الله پاک ور پیژندل او احکام يې بیانول
د رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی شریعت تشریح کول
حلال او حرام خلګو ته ور پیژندل
د نیکو امر ورته کول
د بدیو څخه منع کول
د ښو او بدو توپیر
د جنت په اعمالو خبرول
د جهنم د اعمالو څخه خبرول
ورورولۍ او اتفاق ته بلنه
خپل منځي حقوق ور پېژندل

په اسلامي سیاست خلګ پوه کول

د نفس تزکیه کول څو عبادت او کار په صداقت وکړي، خیانت ونه کړي، تر څو همدغه انټرنیټ او ټیکنالوجي په صحیح ډول د انسانانو په خدمت کي استعمال کړي، د اغیارو په خدمت کي یې ونه لګوي، غلطه استفاده، اختلاس او خیانت پکښي ونه کړي. او داسي نور...

 

که په خلاصه ډول ووایم نو د عالم وظیفه دا ده چي د دین ټولي شعبې خلګو ته وښيي، د اسلام د دین پنځه شعبې دا دي:

 

  • عقاید (صحیح عقیده خلګو ته ښوول، د بدو عقایدو څخه ځان ساتنه)
  • عبادات (د عباداتو صحیح طریقه او وخت بیانول)
  • معاملات او سیاست (تجارت او معاملات، د هغو شرایط او د فاسدو معاملاتو څخه ځان ساتنه/ د اسلامي سیاست پوهاوی او رهبري او عقوبات ورښول)
  • معاشرت (د ژوند کولو صحیح طریقه)
  • اخلاقیات (نیک صفات خپلول او بد صفات ایسته کول)

 

عالم به خلګو ته دغه ټولي شعبې ورښيي چي بیله دغه پوهي څخه د انسانانو ژوند پر هیڅ حسابیږي، که چیري دغه شعبې په صحیح شکل عملي نه کړي ژوند به یې تر حیواناتو هم بدتر وي.

 

اوس تاسو خپله فکر وکړئ چي د عالم مقام څومره لوړ او څومره لوړه دندي او وظایف يې د غاړي ده. همدا وجه ده 

 

یاده دي وي چي د اسلامي تاریخ په اوږدو کي علماوو هم په ساینس کي ډيري لاس ته راوړني لرلې (په معاصر وخت کي هم داسي مسلمان ساینس پوهان سته چي په ساینسي کشفیاتو کي مخکښان بلل کیږي کوم کسان چي خدمتونه کوي اهل باطل هغوی ته موقع نه ورکوي او نه غواړي چي د دوی لاس ته راوړني تشهیر پیدا کړي.) 

خو په اوس عصر کي علماء تر ډول ډول تهدیدو لاندي دي او د پخوا په شان امکانات ورته حاصل نه دي، پر اسلامي نړۍ د فکري یرغل لکبله اوس د علماء کرامو سره صرف دا غم ورسره دی چي څنګه مسلمانان د کفري نړۍ د فکري یرغل څخه وژغوري او تر دوی پوري دیني احکام ورسوي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته