تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولې په اسلامي نړۍ کې امریکايي پوهنتونونه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 22, 2021
  0

ولې په اسلامي نړۍ کې امریکايي پوهنتونونه؟


لیکنه : عبدالهادي مجاهد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


هسې هم د غرب او بیا په خاص ډول د امریکا په پوهنتونونو کې په زرګونو داسلامي نړۍ ځوانان درس وايې او له میحط څخه ئې تاثیر هم اخلي، نو په اسلامي نړۍ کې د امریکايي پوهنتونونو د جوړولو څه ضرورت دی؟


ددې پوښتنې ځواب لاډیر د مخه په بیروت کې د امریکايي پوهنتون مؤسس Denial Bliss په کال ۱۸۶۲م کې داسې ورکړی ؤ: (په لبنان کې د عالي تحصيلاتو دیوې لويې ادارې جوړول پدې خاطر ضروري دي چې اکثره د اسلامي نړۍ هغه ځوانان چې دغرب او امریکا په پوهنتونونو کې تحصلات پای ته رسوي هغوي بیرته خپلو وطنونو ته نه راګرځې چې دلته له امریکايي مبلغینو سره مستقیمه مرسته وکړي. 


بلکه هماغلته په غرب کې په کارونو او وظائفو مصروفیږي. خو ددې پر خلاف د (سيمون كالهون) د مکتب فارغان چې په ۱۸۳۵ م کې ئې په لبنان کې جوړ کړی وو ټول عملا د مسيحي مبلغینو په مکاتبو کې د استاذانو، مبلغینو او اداري پرسونل په حيث په اسلامي هیوادونو کې په کار لګیا دي. همدغه وجه ده چې امریکایان او امریکايي تعليمي موسسې دلته په اسلامي هیوادونو کې د عالي تحصلاتو خپلې ادارې پرانیزي.


په اسلامي هیوادونو کې د امریکایي پوهنتونونو اهداف مخکې ترهغې چې په اسلامي هیوادونو کې د مشهورو امریکایي پوهنتونونو تفصیلات وړاندې کړو غوره ګڼو په عمومي ډول په اختصار سره هغه اهداف او مقاصد یاد کړو د کومو د ترلاسه کولو لپاره چې دغه پوهنتونونه جوړیږي او په ملیاردونو ډالره ورباندې مصرفیږي.


اول هدف- د مسلمانو هیوادونو سیاسي قدرت تسخيرول :


امریکايي پوهنتون په اسلامي هیوادونو کې په هغو ډګرونو کې شاگردان روزي چې سبا وکولای شي د هیواد د تعلیم، سیاست، اداري، اجتماع، اقتصاد، فرهنګ، او پوځ د توجیه او قیادت صلاحيتونه تر لاسه کړي. ترڅو امریکا د دوی له لارې په اسلامي هیوادونو کې سیاسي قدرت تسخیر کړي. او د خپلې خوښې نظامونه ورکښې جوړکړي. تاريخ او تجربې ثابته کړې چې د امریکایانو دغه منافق شاګردان د اسلام او اسلامي قوانینو او احکامو په له منځه وړلو کې تر اروپایانو او امریکایانو هم ډیر ماهر او سخت زړی دی.


 امریکايي پوهنتون په ډیر مهارت او په سیستماتیک ډول د مسلمانو ځوانانو د Brainwash مغز وینځلو عملیه تر سره کوي. فکر او ذهن ئې دغرب د اصولو، قوانینو، فرهنګ او اخلاقي ارزښتونو په بنسټ ورجوړوي، او په مقابل کې اسلام ورته په درواغو او تزویردنامعقولیت، بیرته پاتې والي، قساوت، وينوتویولو، او خشونت دین معرفي کوي، چې تر فراغته وروسته په زرګونو دغه ډول ځوانان دټولنې او نظام په لوړو مرکزونو او منصبونو د لوړو صلاحیتونوخاوندان کیږي، خو د اسلام له عقيدې، اصولو، اخلاقو، فکر، او فرهنګ څخه نه يوازې دا چې بې برخې وي، بلکه په ټول شدت او قساوت د هغو د له منځه وړلو لپاره د حکومتي او مدني ادارو له لارې په کار هم لاس پورې کوي. د خپلې ټولنې د ټولنیزو او تاریخې ارزښتونو په خلاف بغاوت کوي، او د پردیو د قوانینو په تطبيق مصروف شي.
دوهم هدف د نوی نسل مسيحي كول :


امریکايي پوهنتون په نیویارک کې د پروټسټنټ Protestant مسيحي طائفې د مرکزي کلیسا له خوا جوړیږی، تمویلیږي، او چلول کیږي. له همدې امله ئې تر ټولو ستر هدف هم د مسلمانو ځوانانو مسيحي کول دي. او دا نورټول فعالیتونه ئې د همدې هدف لپاره د وسائلو په ډول استعمالیږي، چې تفصیلات به ئې لږ وروسته ذكر شي.


دغه هدف په ښکاره ډول د قاهري د امریکايي پوهنتون د تاسیس د وثيقي په دوهمه ماده کې داسې ذکر شوی وو: (دقاهرې د امریکايي پوهنتون له اهدافو څخه یو دا دی چې د مصر او شاوخوا هیوادونو ځوانانو ته مسيحي روزنه تقدیم کړای شي. او بیا په لوړه سويه ديوه پوهنتون له لارې ټولې اسلامي نړۍ ته مسيحي اخلاق او سلوک په عمل کې معرفي کړای شي).

دریم هدف داسلام د حقانیت په اړه ځوان نسل شکمن کول:


امریکايي مبلغينو ته دا هم څرګنده وه چې مسلمانان مسیحیت نه مني، که هر څومره ئې عقیده کمزورې هم شي. له همدې امله ئې د مسیحیت د بدیل په حیث دنوي نسل د اسلام د حقانيت په اړه د شکمنولو پروسه د مسیحیت لپاره د مقدمې په طور په خپل پروګرام شامله کړه. او د اسلام په اړه د ډول ډول شبهاتو او شکونو په مطرح کولوئې د ځوانانو په اسلام بې باوره کول پيل کړل، چې په نتیجه کې ئې ځوانان د (Existentialism الحاد او اخلاقي بې بندوباری په لور راکاږل، چې پدی حالت کې که ځوانان مسیحیان نشي نو مسلمان هم نه پاتې کیږي. او د اسلام لپاره دهیڅ خد مت کولو ته تیار نه وي، چې دا بیا په خپله د مسیحیت لپاره يوه فتح ده .


ددغه هدف لپاره دوئ په خاص ډول د بانفوذه او په قدرت کې د شریکو کورنیو او اشخاصو زامن ترکار لاندې نیسي، ځکه چې هغوى په موروثي شكل قدرت کې پاتې کیږي.


څلورم هدف: د مقاومت د فکري سرچینو وچول:


امریکایان او اروپایان چې په څومره اندازه له جهاد او جهادي حرکتونو څخه په ویره کې دي تر هغو زیات له اسلامي ویښتابه او د دوی په خلاف د مقاومت له فکري سرچینو څخه په ویره کې دي، ځکه  چې دوی وایي چې له مجاهدینو سره په وسله او عصري ټکنالوژۍ مقابله کیدلای شي، خو له هغه معنوي او فکري قوت سره چې دجهاد تر شاد مجاهدینو د روزلو او ددښمن دور معرفي کولو لپاره په کار اخته دي او ګام په ګام د غرب او امریکا حرکت څاري، او جهادي حرکتونو ته مناسبه فکري، سیاسي، اعلامي او پوځي استراتیژي تشخیصوي، او د تطبیق پړاوونه ئې ورته ټاکي، له هغوئ سره دوسلې په زور مقابله نشي کیدای. دهغوئ د فعالیت د کمزوري کولو لپاره باید په محلي سطحه په اسلامي هیوادونو کې امریکايي  تعليمي او فکري ادارې جوړې شي. او د سیمي خلک ورکښې دڅیړونکو، څارونکو، او تحلیل کوونکو، په حیث پکار وګومارل شی. او همدارنګه د جهادي فكرد له منځه وړلو لپاره په سیمه یزه سطحه طرحې او پلانونه ترتيب شي. او د موجود و شرایطو او حالاتو په نظر کې نیولو سره کار ورباندې وشي.


د دغه ډول اشخاصو روزل، او بیا د دولتونو په مختلفو ارګانونو کې په کار ګومارل د امریکايي پوهنتون له مهمو اهدافو څخه ګڼل کیږي.


د قاهرې امریکايي پوهنتون په سیمه کې د آسیا او آفریقا د ډیرو اسلامي او جهادی حرکتونو په هکله څیړنې کړي. او تر یوه حده ئې ځیني اسلامي مفکرین اوجهادي شخصیتونه په بیلا بیلو ډولونو په خپلو لومو کې را گیر کړي هم دي. همدغه سیمه ییز اشخاص او اداری بیا د جهاد او مجاهدینو په اړه ځوانان په شک کې اچوي، او ذهنونه ئی مشوش کوی. او دجهاد د مشروعیت او افادیت نظریه ترپوښتنې لاندې راولي.


پنځم هدف: په محلي سطحه د غربي کمپنیو لپاره په امریکایي طريقه د پرسونل روزل:


دا چې اسلامي هیوادونه په مجموعي ډول په غرب کې دصنعت، اقتصاد ، او تجارت د پرمختګ له امله د غرب لپاره په استهلاکې مارکیټونو تبدیل شوي دي. او د اسلامي هیوادونو اقتصاد د غرب او امریکا د multinational  کمپنیو په منګولو کې لویدلي، او حتی چې ډیرحکومتونه ئې په اقتصادي لحاظ لاندې کړي هم دي، دغه ټولې کمپنۍ په اسلامي هیوادونو او په خاص ډول په هغو هیوادونو کې چې دوئ ئې نیول غواړي په زرګونو داسې مامورینو او مسلکې پرسونل ته ضرورت لري چې په غربي ډول دعالي اداري او مسلکي مهارتونو خاوندان وي. ترڅو دغرب استعماري او استثماري کمپنۍ په ښه ډول وچلولی شي. او په عين وخت کې په ډيره زیرکتیا دې خبرې ته هم متوجه وي چې ټول هغه اقتصادي او تجارتي فعالیتونه چې ګټه ئې ښایي د جهاد او اسلام لپاره وکارول شي وده ونه کړي، او له بیلابیلو خنډونو او بندیزونو يي پوهنتون له مهمو اهدافو څخه ګڼل کیږي.


شپږم هدف: په اسلامي هیوادونو کې د ژوند غربي ډول Western style of Life رواجول، او په مسلمانانو کې د امریکایې مصنوعاتو د استهلاک او استعمال روحیه تقویه کول :


امریکا د خپل فرهنګ له صادرولو مخکې کوښښ کوي چې په اسلامي هیوادونو کې يوه غربي ډوله دژوند بڼه رائج کړي، تر څو خلک د ژوندپه هر اړخ کی امریکایي او غربی مصنوعات وکاروي. چې په نتیجه ئې اسلامي نړۍ د غربي مصنوعاتو لپاره په يو لوی مارکیټ بدله شي، ددي کار لپاره امریکایي لویې کمپنۍ لکه (Ford) او General Motor او نورې کمپنۍ په لویه پیمانه له امریکایی پوهنتون او USAID سره مرستې کوي، ترڅو په شرق کې امریکايي پوهنتونونه د دوی لپاره د فرهنګي کمپنیو په حيث دمارکیټ زمینه سازي وکړي.


چې پدې کار سره به له يوې خوا د مسلمانانو اجتماعي، فرهنګ ورتبدیل کړي. او له بلې خوا به په اسلامي نړۍ کې د صنعت مخه ونیسي. او هم به دغرب د اقتصادي پرمختګ لپاره پراخه زمینه مساعده کړي.


ماخذ : فکري پوهنه   


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته