تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه کارونه چي کول یې انسان د دین څخه بیزاره کوي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2021
  0

هغه کارونه چي کول یې انسان د دین څخه بیزاره کوي!


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللّه ُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللّهِ صَلَي اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَتى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُوْلُ أَوْ أَتى إِمْرَأَتَهُ حَائِضًا أَوْ أَتى إِمْرَأَتَهُ فِيْ دُبُرِهَا فَقَدْ بَرِئَ مِمَّا أُنْزِلَ عَلى مُحَمَّدٍ. [سنن أبي داود]


ژباړه د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي کاهن او ګوډګر ته ولاړ سي او د هغه د هغي خبري تصدیق وکړي چي ده ته یې کوي او څوک چي د خپلي ښځي سره د حیض په حالت کي نژدېوالی وکړي او څوک چي د خپلي ښځي سره د شا(مقعد) لخوا نژدېوالي وکړي نو دی د هغه څه څخه بیزاره دی چي پر محمد (صلی الله علیه وسلم) باندي نازل سوی  دی.
یعني د درو کارونو کول ددې سره مرادف دي لکه انسان چي د دین او قرآن څخه بيزاره سي:


۱ ـ د ساحر او کوډګر خبره منل او هغه ته د سحر او کوډو لپاره ورتلل.


۲ ـ د حیض په وخت کي د ښځي جنسي مقاربت کول.


۳ ـ د ښځي سره د شا لخوا جنسي مقاربت کول.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته