تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یوه زمانه به راسي چي د قبر ځمکه به هم گرانه سي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ابو ذر(رضي الله عنه) فرمایي چې یو ځل رسول الله (صلی الله عليه وسلم)پر خره سپورسو،  او زه یې په ځان پسې شاته کښېنولم  او بیا یې وفرمایل:


(۱): که ته په څه زمانه کی په سخته لوږه کي اخته سې، داسي لوږه چې ته د هغې له کبله کټ څخه هم ولاړېدلای نسې او د لمانځه ځای ته هم نسې تلای نو ووایه چې په دغه وخت کې ته به څه کوي؟


هغوی عرض ورته وکړ چې د دې په اړه خو الله تعالی او د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم)ډیرزیات ښه پوهیږي ،وی فرمایل: ګوره! په دغه وخت کي هم له چا څخه سوال مه کوه.


(۲): ښه ابوذر(رضي الله عنه) ته راته ووایه، که په خلکو کې د مرگ بازارگرم سی چی دیو قبربیه د یوغلام برابر بيي ته ورسیږي نو په داسي زمانه کي به ته څه کوې؟ دا یې ورته وویل چې په دې خو دالله تعالی او دهغه رسول (صلی الله عليه وسلم) ښه پوهیږي، وې فرمایل:

صبرکوه، له دې څخه وروسته رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمایل: 


(۳): که په خلګو کي داسي مرګ ژوبله پېل سي چې وینه تر حجار زيت پوري را وبهیږی نوهِغه  وخت به ته څه کوې؟ هغوى عرض ورته وکړ چې په دې خبره خو الله تعالی او دغه رسول (صلی الله عليه وسلم)ښه  پوهیږي، وې فرمایل: نو خپل کور ته دننوځه او په ځان پسي دننه دروازه بنده کړه ، هغوی عرض ورته وکړ او که په دې هم خلاص نه سولم؟ وې فرمایل: ته د کومې قبیلې یې، هغې ته ولاړ سه، هغوی عرض ورته وکړ او که زه هم پخپله وسله را واخلم، وې فرمایل: ته به هم په دغه فتنه کی شریک وګڼل سې په دې وجه هیڅ کله شرکت مه پکښي کوه او که ته له دې څخه و ېریږې چې دتوري برېښنابه تا و وېروي نو دخپل څادر څنډه پرمخ واچوه او قتل (خپل مرگ) خوښ کړه، ستا اوستا د قاتل ګناهونه به ټول دقاتل پر سر واچول سي.


ماخذ : پاشلي ملغلري 


ابن حبان، ترجمان البة ۴، ص ۲۷


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته