تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مېړانه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 2, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱. مېړانه یو داسي نوم دئ، چي ټوله لوړ مرتبه خلک په بر کي نیسي .


۲. مېړانه داده چي انسان د هغو شیانو څخه ځان وساتي، چي د شر او پېغور سبب وي. او هغه شیان په لاس راوړي چي دعزت او وقار سبب وي.


٣. حقيقي مېړانه هغه ده چي انسان د خلکو په نامه او يوازي هغه کار پريږدي، چي دهغه کار په ښکاره کولو سره شرمیږي.


۴. د خلکو سره نېکي او احسان کول او پر خلکو احسان نه اچول د انسان د مېړاني نښانې دي.


۵. د مېړاني ریښه حيا او میوه یې پاک لمني ده.


۶ . د خپل مال اصلاح کول مېړانه ده.


۷ .پوره مېړانه داده چي خپل حق چي پر نورو یې لرې هغه هېر،أو دبل حق چي پرتایې لري هغه یاد ولري.


۸. مېړنیو خلکو تر خطا ورتېر سئ؛ ځکه په دوی کي هیڅوک نه دی ښویدلی، مګر الله (جل جلاله) نیولی او راپورته کړی يي دئ .


ماخذ : سپېڅلي خبري 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته