تازه سرليکونه
د (نبوي سيرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مختصر نبوي سیرت(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2023
  0
مختصر نبوي سیرت
دوهمه برخه 
 
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه               
 
له خدیجې رضی الله عنها سره د رسول صلی الله علیه وسلم واده او اولادونه یې
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له خدیجې سره واده وکړ.
 
o د واده پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۵ کلن او خدیجه ۴۰ کلنه وه.
 
o محمد صلی الله علیه وسلم له خدیجې دا اولادونه درلودل:
 
- قاسم، زینب، رقیه، أم کلثوم، فاطمه او عبدالله. د عبدالله لقب طیب او طاهر و، ځکه نوموړی له بعثت وروسته زېږېدلی دئ.
 
د کعبې په بیاودانولو کي د محمد صلی الله علیه وسلم برخه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم په ۳۵ کلنۍ کي له قریشو سره د کعبې په ودانولو کي فعاله ونډه اخستې او قریشو په اتفاق سره د حجر اسود د اېښودلو دنده محمد صلی الله علیه وسلم ته سپارلې وه.
 
د جاهلیت له هر ډول آثارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوندیتوب
 
o الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم د جاهلیت له هر ډول اثر او بدۍ په بشپړه توګه معصوم او پاک ساتلی؛ هېڅکله یې بت ته سجده نه ده کړې، کله یې هم شراب نه دي څښلي او هيڅکله په زنا، فحشاء او فساد  نه دی ککړ شوی.
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند له پیله په رښتیا ویلو، صدق، امانتدارۍ، خپلوۍ پالنه او ټولو غوره اخلاقو شهرت درلود.
 
پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي د نزول پیلامه
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي څلویښت کلن شو د نبوت نښي او نښانې ورته په ښکارېدو شوې:
 
- رښتیني خوبونه،
 
- په حراء غار کي خلوت یا ګوښي کېدل(څله)،
 
- د تېږو او ونو له لوري سلام ورته ویل،
 
- د پرښتو د نور لیدل.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحي راتلل
 
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د خپل سپېڅلي عمر څلویښت کاله پوره کړل په داسې حال کې چي د حراء په غار کي ګوښی ناست و؛ خلوت کي و الله تعالی د العلق سورت لومړني پنځه آیتونه ورباندې نازل کړل؛اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿۵﴾.
 
o ترجمه: ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پیدا یې کړ.انسان یې له ځوړندو پیدا کړ. ولوله چي رب دې ډېر کریم دئ. آ چي په قلم یې پوهه ورکړه. انسان ته یې ور زده کړل څه چي نه پرې پوهېدو.
 
o امام نووي وايي: همدا (اقرأ..) تر ټولو ړومبني نازل شوي آیتونه دي، همدا حق خبره ده او زیاتره سلف او خلف علماء په همدې متفق دي چې همدا د قرآنکریم تر ټولو ړومبني نازل شوي آیتونه دي.
 
o د دې مبارکو آیتونو له نازلېدو وروسته وحي د څو ورځو له پاره وځنډېده، څو د مدثر سورت په نزول سره د وحي مبارکه لړۍ بېرته پیل شوه او د وحي له هغه څو ورځني ځنډ وروسته تر ټولو ړومبی همدا د مدثر سورت نازل شوی.
 
د نبي صلی الله علیه وسلم په ژوند کي د دعوت ډولونه او پړاوونه
 
o اسلامي دعوت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک ژوند کي په لاندي توګه ویشل شوی:
 
- مکي دور.
 
- مدني دور.
 
o بیا مکي دور په دوو پړاوونو ویشل شوی:
 
- سري (پټ) پړاو.
 
- جهري (ښکاره) پړاو.
 
نور بیا... 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته