تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند غوره توب په کار او زیار کي دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2023
  0
د ژوند غوره توب په کار او زیار کي دئ 
 
لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
   کار او کوښښ دواړه په عقلي او اخلاقي لحاظ فرض دي؛ ځکه دي، چي انسان د خپل ژوند د دوام توان ولري او خپل ژوند ته دوام ورکړي.
 
هغه ټولنه چي انسان په هغه کي ژوند کوي، پرته له کار او هڅو، د ښه ژوند، علم، پوهي، فلاح او بریا نه سي خاوند کېدلای او  ژوند کول ورته ناشونی دئ.  د کار او هلو ځلو د اړتیا په اړه د قران کریم استدلال، غوښتنه او سپارښتنه د پام وړده. الله جل جلاله خپلو بدګانو ته فرمایي: 
فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلاةُ فَانتَشِرُوا فِي الأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. (سورت جمعه: آیت، ۱۰) 
 
 ژباړه:  او كله چي لمونځ پاى ته ورسېږي په مځكي كي خواره سئ او د الله د فضل لټه وكړئ او الله زيات ياد كړئ چي بريالي سئ. 
 
دلته مؤمنانو ته امر سوی، چي كله لمونځ پاى ته ورسېږي په مځكي كي خواره سئ او د الله د فضل ترلاسه كولو لټه وكړئ او الله زيات ياد كړئ، چي بريالي سئ، دا امر دا ښيي چي حلال رزق لټول د لمانځه په څېر يو عبادت دئ او الله تعالى موږ پرې مكلف كړي يو، الله تعالى هغه عابد بنده خوښوي، چي د حلال رزق لټه كوي، بل ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي، د نورو د اوږو پېټى نه وي، له حلالو لارو روزي ترلاسه كوي. حلال رزق او روزي پرته له کار او کوښ څخه نه تر لاسه کيږي. که انسان کار او کوښښ وکړي الله جل جلاله ورته مځكه تابع کړې، د مځکي پرمخ ئې د ښه او غوره ژوند زمینه ورته برابره کړې، لکه څنګه چي الله جل جلاله  د سورت ملک په ۱۵ آیت کي فرمایي: 
 
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ. (سورت الملک: آیت، ۱۵)
 
ژباړه: دى خو هغه ذات دئ چي دا مځكه ئې كړه تاسو ته تابع، نو پر اوږو ئې وگرځئ او د ده له روزۍ وخورئ او بياپاڅون (له گور) د ده په لور دئ. 
 
کار د انسان جوهر دئ، په کار او کوښښ سره د انسان، فکر، ذهن او استعداد وده کوي او په بې کارۍ کي د سست او بې کاره خلکو استعدادونه له منځه ځي، ذهن ئې ګډوډ او مشویش وي، روحیه ئې له لاسه ورکړې وي، په خپګان، سستۍ، لټۍ او کهالۍ اخته وي، چي ورسره سم ئې عزت، کرامت او ناموس په لوی خطر کي وي.
 
په ټولنه کي د ټولو ټولنيزو بدمرغيو سرچينه او لامل بېکاري ده او هر هغه حکومت چي غواړي له ټولني څخه دغه ناوړه پديده لري کړي، بايد د امکان تر حده خلکو او ځوانانو ته کار پيدا کړي او خلک کار او هڅو ته اړ کړي. که داسي نه وي، د هغې ټولني خلک به سست، لټ او کهاله  سي، چي په پایله کې به ئې ټولنه فساده او بې ثباته سي. 
 
که کار، کوښښ، هڅه او مسلک په یو انسان کي راغونډ سي، نو دا هغه وخت دئ، چي د انسان د وجود جوهر منځ ته راځي، خوښي راولي، د خلکو د ژوند او کورنۍ ساتنه او پالنه کوي، د خلکو ایمان او باور پیاوړی کوي. د کورنۍ غړي یو له بل سره مهربانه کوي، په کورنۍ کي د مېړه او میرمني ترمنځ مینه او همغږي رامنځته کوي، په ټولنه او کورنیو کي د ژوند لپاره هیله، لیوالتیا او پیاوړتیا راوړي.
که انسان کار او هڅه ونه کړي؛ نو ښکاره خبره ده چي په خپګان، محرومیت، روحي ناروغي، فساد، اخلاقي ځوړتیا، ذهني ګډوډتیا او ټولنیزه اړتیا اخته کيږي، د بېکارۍ دغه محصولات د انسانیت لپاره وبا دي. انسان باید داسي کار وکړي، چي د الله له لاري ئې وا نه ړوي او حرام رزق ته ئې مجبوره نه کړي، له ګناه پرته په بل هر څه کي بوختېدل له سستۍ، ټمبلۍ او کهالۍ څخه غوره دي، که په لنډه توګه ووایو نو ویلای سو، چي:  
 
• کار او کوښښ انسان له آفتونو ژغوري؛ 
 
• کار او کوښښ ورځي لنډوي او عمر اوږدوي؛
 
• کار او کوښښ انسان  له خپګان، محرومیت او اړتیا څخه ژغوري؛
 
• کار او کوښښ د انسان ژوند بډایه کوي او د راتلونکي لپاره امید ورکوي؛
 
• کار او کوښښ د انسان د ژوند ابدي ملاتړ او سرمایه ده؛ 
 
• کار او کوښښ د انسان غمونه او خپګانونه ورک کوي؛
 
• کار او کوښښ د عبادت غوره ډول دئ؛
 
• کار او کوښښ د انسان وقار، عزت، شهرت او کرامت دئ. 
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته