تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
راسئ له زړونو به اول توري تیارې و باسو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2023
  0

راسئ له زړونو به اول توري تیارې و باسو


محمد قاسم یار 


راسئ له زړونو به اول توري تیارې و باسو
بیا به له دغه ښاره د جهل رېښې و باسو


د زړه په کور کي به روښانه کړو د میني ډېوې
دا نفرتونه ځان ځانۍ به له سینې و باسو


وجود به پاک کړو له کینې او له تعصبه (یاره)
ځی چي باطل پسي د عدل زولنې و باسو


چي پکښي و لټوو لار د سپین سبا په لوري
په توره شپه به په لاسونو کي ډېوې و باسو

 

اول به کښېنوو د علم بې شماره وني
هله به (یاره) بیا له دې باغه مېوې وباسو

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته