لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
زما هڅه او ستا کوښښ
زما هڅه او ستا کوښښ زيار غواړي خواري غواړي
مـــوږ هــوسا وطـــن ستړي لــږه هـــوسايي غواړي
ښـــــار زرغون سمسوره ســــاتي درې واړه که ولري
لــــږ اوبـــه او يـــو مـاليار څــو دانې نيالګي غواړي
ســـترګي د رنــځور هـــيواد دواړي ما او تــاتــه دي
تــــــن يي رغېدل غــــــواړي زړه يي دوايي غواړي
يـــــون يوازي نه کـــــيږي يو، يووالي مــــخته ځي
کـــار له هـــمکارۍ زيږي هــرڅه همکاري غواړي
تـــوان لري هستي لري بـخت وو وخت نېستي
وخـــــته بـختور به ســي څو دکار ســـړي غــــواړي
پــــروت پــــه تاريکيو کـــي دي له څـــو لسيزو څه
لــوي د پوهي څـــــرک غواړي ډېــــره رڼايي غواړي
تـــه کـــه دا اميد لرې ســــم بې راته دوي کانـدي
کــــله قــلــم مـله جـــــوړ دا وطــــن پــردي غواړي
www.taleemulislam.net