تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شعر: کوې به ډير د دې ملت د قربانیو قدر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 5, 2023
  0

لیکنه: جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوې به ډير د دې ملت د قربانیو قدر 

 

کوې به ډير د دې ملت د قربانیو قدر
بل د دې خوارو مظلومانو د سلګیو قدر

 

دا ازادۍ، د امن ژوند او دِل پسنده حالات
باید چي هیر درځني  نه کړې د غمیو قدر

 

د میلیونونو قربانیو په قیمت راغلی
تر ځانو ور کړئ دې نظام ته شازلمیو قدر

 

د نفس غوښتني تر پښو لاندي کړئ محکم پاته سئ
وخت درنه غواړي د سختیو او خواریو قدر

 

دومره غفلت او خاموشي دې وخت کي نه ده په کار
راځئ چي وکړو د اُمت د نومیالیو قدر

 

لیوني خلګ یې په قدر باندي څه پوهیږي
ګل ته معلوم دی د تیرو - تیرو ازغیو قدر

 

مشهود ملنګ دی پیژندلی نن په ټوله معنی
د قهرمانو تاریخ سازو ننګیالیو قدر


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته