تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پورته سه کامیابي تاته انتظار کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 20, 2023
  0

لیکنه: زینب درانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


پورته سه کامیابي تاته انتظار کوي 

 

ما د ماشومتوب څخه تر اوسه پوري فکر کوی چي ډار او بيره ولي د شپې د خوا په تاریکه کي زیاته وي؟


اوس پوه سوم چي ډار او بیره لکه د آسمان ستوري داسي دي او هر وخت وي؛ خو دا د رڼا برکت دی چي د ورځي يې پناه کوي.


زموږ انسانانو ژوند هم داغسي دئ د زړه تنګون، نفس تنګي، ژړا، خفګان، درد، غم، پریشاني او مایوسي هر وخت راسره وي؛ خو د الله سبحانه وتعالی په شتون کي زموږ ټولو د ژوند څخه دا ټول منفي شیان د منځه ځي.


الله عزوجل چي راسره وي نو ټول منفي شیان به پر موږ د تاثیر کولو څخه عاجزه شي او پر ځای به یې مثبتي او د خوشحالۍ شیبې مخي ته راځي.


خوشحالي یوازي او یوازي د اسلام په پاکه لاره کي ده. 


غفلت نور پریږدئ، ځان په لاسي لاس مه تباه کوئ، ژوند مو مه تاریکه کوئ، د شته نعمتونو څخه مو ځانونه مه بې برخي کوئ، ځان باندي دا ښایسته، خوشحاله، ارام او رنګین ژوند مه تنګوئ.


د اصلي خوشبختي د لاسته راوړلو په خاطر د الله سبحانه وتعالی سره خاصه رابیطه جوړه کړئ.


ژوند مو د الله تعالی په یاد رنګین او بهترین کړئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته