تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وژاړه؛ خو یوازي د الله په وړاندي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2023
  0

لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


وژاړه؛ خو یوازي د الله په وړاندي 

 

زیاتره وخت ژړا د دردونو، ذهني ستړیا او فشارونو لپاره ډېره ګټوره وي عینا داسي لکه درمل چي د یو درد په له منځه وړلو کي اساسي رول لري همداسي ژړل هم ځیني وخت ګټور کېدای سي.


دا ډیر تاوان لري چي څوک د خپلو غمونو او مشکلاتو په مقابل کي همېشه مبارزه کوي، زغمي یې او په ځان کي درد پټ ساتي.


ژړا کولو سره د انسان روحیه ډیره قوي کیږي او انسان د نورو مشکلاتو زغملو ته چمتو کیږي او د مخکي څخه ډیر مقاومت کولای سي. 


ژړا د هر انسان فطري عمل دئ او د انسان د پیدایښت څخه بیا د عمر تر پای پوري انسان په خپل جسم او ذهن کي په طبیعي ډول د ژړا احساس پالي او دا خبره یې منلي وي چي انسان پر ډیرو شیانو ژړلای سي او ژاړي هم، بعضي وخت قوي قوي انسانان هم ژاړي او دا د انسان کمزوري نه، بلکي د مقاومت د تقویې لپاره یو تخنیک دئ.


اوس سوال دادئ چي انسان باید څه وخت او څنګه وژاړي؟


کله چي انسان د ژوند په مشکلاتو او امتحانونو کي را ګیر سو؟ کله چي نا امیدي او مایوسي په سر واخیستی؟ او کله چي په ځان کي د کمزوري د احساسولو په وخت کي ژړا ورسي نو باید وژاړي. باید ښه ډیر وژاړي؛ خو ....


د میوزیک په اوریدلو، ځان په خونه کي بندي کولو، د شیانو په ماتولو، د ناوړه چلند په کولو، په چیغو چیغو ژړلو، د الله تعالی په ناشکري کولو او داسي نورو بیهوده افعالو باندي ځان هلاکت ته رسوي چي بعضي وخت کفري الفاظ هم ورڅخه ویل کیږي.


ژړا انسان خپل د باطن د ارامولو لپاره کوي او باطن هغه وخت ارامیږي چي پر سنت طریقه برابر اودس وکړي لمونځ ادا کړي او الله تعالی ته په دعا کولو کي وژاړي.  


ژړا خو څوک د بنده لپاره نه کوي ځکه بنده خپله خپل مشکلات نه سي حل کولای، هغه چاته وژاړه چي د بنده ګانو خالق دئ، پر هر څه توانا دئ، الله تعالی ته ستا یوه اوښکه ډیره ارزښتناکه ده په داسي حال کي چي نور انسانان د سختي په وخت کي لاس درڅخه اخلي او یوازي دي پریږدي.


پر بالښت د اوښکو تویولو پر ځای پر مصله باندي اوښکي توی کړه، چي هم دي اوښکي بې ارزښته نه سي او هم دي مشکلات د ستر خالق جل جلاله په توسط حل کړل سي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته