تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا زه هم مسؤلیت لرم؟
  تعلیم الاسلام
  September 27, 2017
  0

                   درنو او د قدر وړ لوستونکو!

 
 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
 
          ډېر کسان ليدل کيږي ، چي هغوئ نورو ته د ملامتيا ګوته نيسي او لدې کبله يې غندي او بد پر وايي چي هغوئ د خپلو مسؤليتونو په رفع کولو کي پاتي راغلي دي .
 
رښتيا هم هر څوک ، چي خپل مسؤليت د پام څخه وغورځوي هغه پړ او ملامت ګڼل کيږي او د قيامت په لويه ورځ به د خپل مسؤليت په هکله پوښتل کيږي .
 
         خو د حيرانتيا خبره دا ده ، چي په همدغو کسانو کي چي هغوئ نورو ته د مسؤليتونو د نه پوره کولو لکبله د ملامتيا ګوته نيسي ډېر دا ډول کسان هم سته که هغوئ پخپله وپوښتل سي ، چي تاسو خپل مسؤليت تر کومي اندازې درک کړئ او پوره کړى دئ ؟ 
 
نو دى به په ډېر تعجب د انکار په ډول ووايي : آيا زه هم مسؤليت لرم ؟ 
 
         د ده په آند دى خپل ځان هيڅ مسؤل نه ګڼي ځکه چي وايي زه خو نه عالم يم ، نه واکمن يم ، نه هم شتمن يم .
 
        درنو لوستونکو ! دا پر ځاى خبره ده چي پوهان ، واکمنان او شتمن کسان درانه مسؤليتونه لري ، خو دا لويه اشتباه او د ځان تېرايستنه ده ، چي څوک خپل ځان هيڅ مسؤل و نه ګڼي ، ځکه چي پاک رسول  صلی الله علیه وسلم  د ټولني هر بالغ او عاقل کس مسؤل بللى دى .
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي :  أَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالأَمِيرُ الَّذِى عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِىَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ وَالْعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ ». (مسلم عن ابن عمر)
 
ژباړه : خبر واوسئ ! ستاسو هر يو شپون او ساتونکى دئ او هر يو د خپل رعيت په هکله پوښتل کېدونکى دئ ، کوم کس چي پر خلکو امير وي هغه د خپل رعيت په هکله پوښتل کېدونکى دئ ،  سړى د خپلي کورنۍ شپون دئ او د خپلي کورنۍ په هکله پوښتل کېدونکى دئ ، ښځه د خپل څښتن د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د هغوئ په هکله پوښتل کېدونکې ده ، مريى د خپل بادار د مال ساتونکى دئ او د هغه په هکله پوښتل کېدونکى دئ ، خبر واوسئ ! ستاسو هر يو شپون او ساتونکى دى او هر يو د خپل رعيت په هکله پوښتل کېږي .
 
       د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې ارشاد له مخي د ټولني هر کس نارينه او ښځينه ، امير او رعيت ، بادار او مريى چي د عقل څښتن او بلوغ ته رسېدلى وي مسؤليت لري البته د هر کس مسؤليت د هغه د واک په کچه دئ ، څومره چي د چا د واک ساحه پراخه وي په همغه اندازه يې مسؤليت زيات وي نو وړاندي تر دې چي موږ نورو ته د ملامتيا ګوته ونيسو لومړى بايد خپلو مسؤليتونو ته پام وکړو ، چي موږ خپل مسؤليتونه تر کومه بريده رفع کړي دي .
 
 
راځئ چي هر يو خپل ګريوان ته سر ټيټ کړو او د مخه تر دې چي د قيامت په لويه ورځ زموږ څخه د خپلو مسؤليتونو په اړه پوښتنه کيږي موږ به په خپله خپل ځانونه وپوښتو او خپلو پوښتونو ته به په رښتيا او انصاف سره جواب ورکړو .
 
       مسلمانه وروره ! ته خپل ځان مخاطب کړه او داسي ورڅخه  وپوښته :
 
که د کلي ، ښار او وطن امير نه يم او نه د کلي ، ښار او وطن پر خلکو واک لرم  آيا پر خپلي ښځي ، اولادونو او د کورنۍ پر نورو کسانو واک نه لرم ؟
 
آيا زما ښځه زما د اجازې پرته د کور څخه وتلاى سي ؟
 
    آيا زما د اجازې پرته بل کس زما د اولادونو په سرنوشت او  برخليک کي دخالت کولاى سي ؟
 
ښه ! چي زه دونه واک پر خپل کور او پر خپلي ښځي او اولادونو لرم ، چي د ملک امير او پادشاه لا هم زما پر کور او د کورنۍ پر کسانو  دومره واک نه لري نو ما د دا خپل وړوکې کور په اصلاح کي خپل مسؤليت څونه رفع کړئ دئ ؟
     ما د دا څو تنو مظلوم رعيت چي شمېر به يې لسو ته لا هم نه رسيږي د ساتني څه فکر او عملي کار کړئ دئ ؟
 
صحيح ده ما هغوئ ته د سکونت د پاره پراخ ، په غاليو فرش ، په رنګينو پردو ښکلى ، په  ښکلي پلنګ او نرمو کوربچو او د راحت او ښکلا په ډول ډول وسايلو مجهز او سمبال کور تيار کړئ دئ ، آيا ما کله د هغوئ د هغه کور ، چي ورتله يې که نن وي سبا حتمي دي فکر کړئ دئ ؟ چي هغه د سپېرو خاورو ، د چنجو ، پرديسۍ او تنهايي کور قبر دئ ، آيا ما خپله ښځه او اولادونه پدې پوهولي دي ، چي د قبر تنګ لحد په کومه عقيده او کوم عمل د جنت په ښکلې باغچه بدليږي؟ 
 
       ښه، ما خپله ښځه او اولادونه په ښکلو جامو کي پټ کړي دي او د ښکلا ګينې مي ور په تن کړي دي خو دا ټول د لږ وخت د پاره دي چي فقط ساه يې وخيږي نو ټولي ګيڼې اوزيورات او ښکلي قيمتي جامي يې د تن څخه ايستل کيږي فقط د کفن په څو متره ساده ټوکره کي پيچل کيږي ، نو آيا ما د خپلو اولادونو او خپلي ښځي د پاره د جنت د هغو جامو فکر کړئ دئ چي هغه دونه ارزښتناکه دي چي د جنتي ښځي د سرپوړنى تر ټولي نړۍ او په نړۍ کي چي هر څه شيان دي تر هغو لا هم زيات ارزښت لري ؟
 
      ښه، ما لره خو خپله ښځه او اولادونه دونه زړه ته راتېر دي ، چي د هغوئ د راحت د پاره په يخ او ګرمي کي ستړيا ګالم ، لوږي او تندي ګالم خو خپله ښځه او اولادونه په نس مړوم ، د يخ او ګرمي څخه يې ژغورم او پخپله ستړيا کي د هغوئ راحت او هوسايي پلټم ، نو آيا ما کله د جهنم د لوږو ، تندو ، يخونو ، ګرميو او سختو سختو عذابونو څخه د خپلي ښځي او اولادونو د ژغورني فکر هم کړئ دئ ؟
 
     مسلمانه وروره ! د ليوني او نابالغه ماشومانو څخه ماسيوا که بل هر څوک وپوښتې چي : آيا زه هم مسؤليت لرم ؟ جواب يې دا دئ : هو ! ولي نه ، موږ او تاسي هر يو د خپلي ښځي او اولادونو درانه مسؤليتونه په غاړه لرو خو دا مسؤليت مو يوازي هغوئ ته د نفقې د برابرولو نه دئ ، ځکه مرغان ، حشرات او درنده ګان لا هم خپل بچيان هسي نه پرېږدي بلکي هغوئ لره ټېک ځاى برابروي ، تر هغه مهاله يې په نس مړوي چي هغوئ ځان کفايته کيږي ، زموږ او زموږ د اولادونو د رزق وعده الله جل جلاله  راکړې ده ، د رزق اسباب الله جل جلاله  را ته برابروي فقط دومره څه زموږ څخه غواړي ، چي معمولي حرکت وکړو لکه څه ډول چي مريمې رضي الله عنها ته الله جل جلاله  په ژمي کي په وچه درخته کي تازه پخه خرما پيدا کړه او ودې ته يې وفرمايل : 
وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَة ...(سورة مريم اية ٢٥ ) ژباړه :ته د خرما د درختي تنه د ځان خوا ته ولرزوه نو تازه پخه خرما به درته راولويږي .
 
     زموږ او ستاسو مسؤليت دا دئ چي خپلي ښځي او اولادونه په دين پوه کړو ، د الله جل جلاله  په عبادت يې امر کړو ترڅو هغوئ د جهنم د غټ اور څخه په صحيح ايمان او صالح عمل وژغورل سي، ځکه چي الله جل جلاله  همداسي زموږ مسؤليت را ته ښودلئ دئ :
 
 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ (سورة التحريم اية٦)
ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دئ ! تاسي خپل ځانونه او هم خپلي کورنۍ د غټ اور څخه وژغورئ ، هغه اور چي په انسانانو او ډبرو بليږي ، سخت مزاجه طاقتوري ملايکي پر موظف سوي دي ، په څه چي يې الله جل جلاله  امر کوي په هغه کي د الله څخه نافرماني نه کوي او هغه څه کوي چي هغوى په امر کيږي .
 
په درنښت
د تعلیم الاسلام مجلې اداره
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه 2014-10-12
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته