تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستا ښايست
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 5, 2023
  0

لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ستا ښايست


که د نړۍ د ټولو ګلابونو ښکلا يو ګلاب ته ورکول سي او هغه ستا د مقابلې په خاطر په يوه ستر نندارتون کي کښېښودل سي، زه به ستا د مخ نور ښكلاييز اندامونه نه يادوم، يوازي به دومره ووايم، چي همدغه ګلاب به د خپل ټول ښکلاييز عظمت سره ستا د ددو تورو زړه وړونکو سترګو ځواب هم و نه وايي او تر هغوى پوري به خيجل او پاته راسي. داځکه چي ستا د مخ د ګلاب تقويم په هغه لاسونو سوى دى چي ټول ګلابونه يې د جمال يوه ذره هم نسي کېداى او نه يې ټول کائينات د جلال يو مثال کېداى سي. 


هو ګراني: ته بايد د هغه چا پر وړاندي د درناوي سرټيټ کړې. چاچي ته دومري ښکلې پيدا کړې يې او د خپلي ښکلا درناوى هم پرځاى کړې. د ښکلا درناوى د پاک لمنۍ په فلسفه کي نغښتى دى او شرافت په حجاب او فرده کي نغښتى دى. ته خپله  هغه ښکلا چي ته يې پر هر چا ګرانه کړې  يې او هغه شرافت چي د اسمان فرشتې هم د هغه له مخي تاته په سلام دريږي، له دغو پردو مه باسه. ستا د ښکلا او شرافت د غليمانو په پښوکي يې مه غورځوه. د دوى ناولي سترګي او فليت زړونه د خپلي ښکلا او شرافت په لوټلو مه سړه وه. دغه څه دي چي له تا يوه رښتنې فرشته جوړوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته