تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جاهلیت په زمانه کي قومیت
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  November 9, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 
د جاهلیت په زمانه کي قومیت


د جاهلیت په زمانه کي قومیت خورا زور اخیستی وو، خو د اسلام په راتګ سره یې قومیت له منځه یووړ. یو څو مثالونه یې دلته ذکر کوو:


۱ – په نسب او قوم باندي فخر کول: د جاهليت په زمانه کي عصبيت بيخي ډېر وو او پردې باندي کله نا کله د قومونو تر مينځ غټي غټي جګړې کېدلې، خو د اسلام په راتګ سره دا کار له منځه ولاړی او مسلمانان په دې باندي امر  سوه چي هيڅ يو دي په خپلي قومۍ او خپل نسب باندي پر نورو انسانانو فخر نه کوي.


۲ – د عزت او شرافت له مخي خلک پر طبقو او ډولونو باندي وېشل: د جاهليت په زمانه کي به ځينو خلکو ته عزت ورکول کېدی او ځينو ته به نه ورکول کېدی، مثلا د سرمايه دار به تر مسکين عزت ډېر کېدی، د لويي چوکۍ والا به تر کوچينۍ چوکۍ والا عزت ډېر کېدی، د لويي قومۍ د خاوند به تر خاوند د کوچنۍ قومي عزت ډېر کېدی، د حرفه او کاروالا به تر بې حرفه او بې کاره عزت ډېر کېدی او داسي نور.... خو  د اسلام په راتګ سره پر دغه طبقاتي تقسيم باندي بنديز ولګېدی او د اسلام وروسته دا شيان معيار د عزت او شرافت نه بلل کيږي.


۳ – د قومۍ لپاره او د قومۍ په نامه انتقام اخيستل: د جاهليت په زمانه کي د خلکو داسي عادت وو، چي يو قوم د بل قوم کوم څوک وژلی وای، نو د مقتول وارثانو به د قاتل د قومۍ څخه بې ګناه خلک په دې پلمه وژل چي د قاتل په قومۍ پوري رابطه لري يعني دې ته به يې نه کتل چي موږ ته تنها د قاتل وژنه روا کيږي، نه دده د قومۍ څخه د هر سړي، همدا راز په دوی کي به د دفاع او ساتني معيار قومي وه خپل قوم چي به يې هر څومره بد سړی وو، خو په دې خاطر چي دده قوم دی، ده به يې دفاع کول د هغه حقانيت او بطلان ته به يې نه کتل تنها قوميت ته به يې کتل، خو د اسلام په راتګ سره پر دغه انتقام اخيستلو او دفاع کولو باندي بنديز ولګېدی او هيچاته دا نه رواکيږي، چي د خپل مقتول قوم په انتقام کي د قاتل د قوم څخه بې ګناه کس ووژني، بلکي د شرعي اصولو او دلائلو په پام کي نيولو سره تنها د قاتل وژل ورته رواکيږي همدا راز و هيچاته شرعا  نه رواکيږي، چي د يوه مجرم دفاع په دې خاطر وکړي چي دده قوم دی، بلکي د بې ګناه انسان دفاع به کوي که دده قوم وي او که نه وي او مجرم دفاع به نه کوي که دده قوم وي او که نه وي.


۴ – د قومۍ په نامه او د قوم لپاره جنګونه: د جاهليت په زمانه کي په خلکو کي د قومۍ آواز ډېر مشهور وو، چي کله به يو قوم د بل قوم سره د قومۍ لپاره د جنګ کولو آواز وکړ، نو ټوله قوم به يې مثبت جواب ورکوی يعني ټول قوم به يې ورسره درېدل او د هغه بل قوم سره به يې جنګ کوی ودې ته يې نه کتل، چي جنګ د څه شي لپاره کوو؟ او ولي يې کوو؟ بس چي قوم يې د مرستي غوښتنه ورڅخه کړې ده دوی به ټول ورسره ودرېدل .


۵ – د قوم په خاطر پر بې علمه او ناپوهانو خلکو باندي قضاوت کول: د جاهليت په زمانه کي دا هم رواج وو، چي کله د دوو نفرو تر منځ يوه ستونزه پيدا سوې وای نو هر يوه به د خپل قوم مشرانو ته زورونه وهل او دا به يې غوښتل، چي دده د قوم په ګټه دي فیصله وسي او هر يوه به د خپل قومي مشر خبره منل د بل چا خبري ته به يې ارزښت نه ورکوی. خو د اسلام په راتګ سره دا کار ممنوع وګرځېدی. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته