تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شتمنېدو درې ارزښتناکه اصول
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  December 12, 2023
  0

لیکوال: مصطفی الشیخ/ ژباړه: علي الله متوکل

تعلیم السلام ویب پاڼه 

 

د شتمنېدو درې ارزښتناکه اصول


لومړی اصل : د رزق او شتمنی د بې قدری څخه ځان وساتئ


له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چي یو ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم و کورته راغلی د ډوډۍ پر یو ټوټه یې سترګي وموښتې، را پورته یې کړه، پاکه یې کړه او بیا یې راته وفرمایل: اې عائشې! ددې عزت لرونکي شي قدر وکړه! ځکه د الله جل شانه دا رزق چي یو وار له یو قوم څخه وګرځي بیا نه ورته را ګرځي. 


په وارو وارو مو لیدلي، اورېدلي او لوستلي چاچي د رزق بې قدري کړې ده له هغه ځای څخه برکت تللی دی- دا مو د ژوند اصل جوړ کړی، چي د رزق بې قدري به نه کوی. 


دا رښتیا هم د فکر وړ خبره ده: د خوراک کوم څه غورځول د نعمت د ناشکری په معنی ده. ښه خو دادي چي لوېدلي څه راپورته سي، پاک سي او و خوړل سي. هغه څه چي پر ځمکه له لوېدو څخه وروسته د خوړولو نه وي هغه بیا بېله خبره ده. د ډوډۍ او ورته شي راپورته کول او بیا خوړل د نعمت د شکر په معنی دي او د بنده عاجزي په کښي ښکاره کیږي. 


دوهم اصل :  میانه روي او منځ لاري 


هرڅوک و ځانته د کار کولو بېله لار لري او بیا هر کار و ځانته بېله طریقه لري. کله د تلوار او کله بیا د فکر، ارام او سوستی اړتیا وي- په نیکو کارونو کي بیا تلوار غوره ګڼل سوی دی. الله تعالی په قرآن کریم کي د خپلو نیکو بنده ګانو په صفتونو کي  د الفرقان سورة کي فرمایي:


ژباړه: هغه كسان چي كله لګښت كوي نو بېځايه لګښت او بخيلي نه کوي بلکي د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په مينځ کي په ميانه روۍ  ولاړ وي. 


څښتن تعالی په دې ایت کي دوه بد حالتونه (اسراف او بخیلي) یاد کړي او د دوی دواړو په منځ کي یې میانه روي غوره بللې؛ یو خوا یې اسراف یعني بې ځایه د مال او پیسو لګول بد ګڼلي او بل خوا یې بخیلي بده ګڼلې یعني په کوم ځای کي چي باید پیسې ولګول سي هلته د پیسو نه لګول. ددې دواړو په منځ کي میانه روي ده، چي د الله خوښه، د نیکو بنده ګانو عادت، د هوښیارانو نښه او د صالحانو لار ده. 


درېیم اصل: نېستمنو او غریبانو ته په سپکه مه ګورئ


ټول انسانان د الله تعالی ښایسته پیدایښت دی. نه څوک سره برابر دي او نه چاته دا حق ورکړل سوی، چي ځان تر نورو لوړ وګڼي یا بل چاته په سپکه سترګه وګوري. د نورو خلکو عیبونه پلټل، کمزوری را ایستل یا په سپکه ورته کتل د اسلامي دین له اخلاقو څخه نه دي. اسلام، انسانان د یو بل سره میني، ورورولی او زړه تړلو ته رابولي. د حسب او نسب، مال یا منصب په خاطر د نورو انسانانو سپک ګڼل تکبر دی.


په اسلامي تعلیماتو کي راښودل سوي، چي په مالي لحاظ تر ځان کمزورو سره مرسته وکړو. د الله محبوب نبي و خپلو اصحابو ته فرمایي: تاسي (په بدني یا مالي لحاظ) تر ځان کمزوري خلک و پلټی...واورئ! تاسو ته رزق (او شتمني) د همدې کمزورو خلکو په خاطر در کول کیږي.
حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه د خپلي شتمنۍ په خاطر ځان تر بل کس غوره وګڼی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصلاح په توګه ورته وویل: تاته ددې کمزورو او نېستمنو خلکو په خاطر رزق (او شتمني) درکول سوې یعني دوی سپک مه ګڼه.


د بې وسه خلکو سره مرسته مو په شتمنی کي برکت اچوي، و الله تعالی ته مو نژدې کوي او کله چي هغوی له خپلي ټولي کمزوری او بې وسی سره د الله و پراخ دربار ته لاس پورته کړي او ستاسو لپاره دعا وغواړي، نو ستاسو په مال، ځان او شتمنی کي برکت راځي. دا څومره ښه خبره ده! د کمزورو خلکو په دروند ګڼلو او هغوی ته په عزت ورکولو سره الله سبحانه و تعالی پر تاسو پراخي راولي، عزت مو ډېروي او شتمنوي مو هم ډېره وي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته