تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دين لپاره خدمت نه پټيږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د دين لپاره خدمت نه پټيږي 


د دين او اسلام لپاره خدمت داسي دی لکه کښت کول څوک چي يې د اصولو او شرايطو موافق وکړي ارومرو را شين کيږي او نتيجه ورکوي که يې څوک غواړي او که يې نه غواړي.


د دين لپاره خدمت هم همداسي دی څوک چي يې د اصولو سره سم وکړي ارومرو نتيجه ورکوي او په خلګو کي را ښکاره کيږي که يې مخالفين وغواړي او كه يې و نه غواړي.

ځکه نو د دين خادم بايد د لومړي سر څخه نتيجې او پايلي ته منتظر نسي؛ بلکي په منظم ډول دي خپل خدمت کوي، که دده خدمت د الله لپاره په اخلاص باندي وو ارومرو يې الله تعالی نتيجه ښکاره کوي او د خدمت ريښې يې په ټولنه کي ټينګوي.


د الله تعالی د دين لپاره د خادمانو خدمت څوک پټولای هم نسي ځکه خدمت په خپله په ټولنه کي ځان را ښکاره کوي او د خدمت څخه متأثر سوي انسانان خپله خدمت ته شهرت ورکوي چي په نتيجه کي مخالفين او دښمنان مغلوب او ناهيلي کيږي او ورو ورو په ټولنه کي منفور او سپک ګرځي.


دا يقيني خبره ده چي د دين لپاره د خدمت مخي ته ستونزي پيدا کيږي؛ خو ستونزي بايد هيڅ وخت د خدمت مخه و نه نيسي بلکي د ستونزي د پيدا کېدلو وروسته ددې تر څنګ چي د دين خادم به ستونزي هم آواروي بلکي خپله روحيه به نوره هم قوي کوي او د ثابت غره غوندي به د ستونزو په مقابل کي دريږي.


دا تجربو ښودلېده چي تقابل او تضاد د خدمت لپاره د تکامل او غور ذريعه ده ځکه نو بېله کوم تقابله خدمت ډېر ورو او سطحي وي خو د تقابل په وخت کي بيا ډېر چټک او دقيق وي ځکه نو د خدمت د پيل څخه بايد موږ متقابل او متضاد ته آماده ګي ونيسو تر څو مو خدمت ټکنی او نيمګړی نسي.


دا هم په ډاګه سوی حقيقت دی چي دين ته د خدمت په وړاندي اهل باطل تر ډېره وخته د پردې تر شا کار کوي او تل د اهل حق په وړاندي دوه مخيزه منافقانه سياست لوبوي ځکه نو ډېری وختونه د دين خدمت کوونکي په ناخبرۍ کي د ستونزو سره مخ سي له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي د دين خادمان په ډېر تدبير او مهارت د پلان او ميکانيزم له مخي پر مخ ولاړ سي.


چي يو ځل د دين لپاره د خدمت مبادئ او اصول ټينګ سي بيا يې نو هيڅوک مخه نسي نيولای ځګه خدمت د زورور سيل حيثيت غوره کوي چي د خپل مخ څخه هر ډول موانع او خځلي په خپل زور ليري کوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته