تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له دنیوي عذاب څخه د ساتني اسباب (۲)
  تعلیم الاسلام
  October 29, 2016
  0

بسم الله الرحمن الرحيم 

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 

۳ : توبه او استغفار : 

د الله پاک له عذاب څخه د مخنيوي لپاره يو مؤثر سبب توبه او استغفار دی . 

الله تعالی فرمايي : وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال : ۳۳)

ژباړه : او الله پاک دوی ته په داسي حال کي عذاب ور کوونکی نه دی چي دوی بخښنه غواړي !!

مشرکانو سره د دې چي د خلگو په  وړاندي خو يې د ځان لپاره د عذاب غوښتنه وکړه، خو په زړه کي د دې خبري په ناسمتيا پوهېدل، نو د عذاب له راتلو وېرېدل او له الله  پاک څخه به يې استغفار او بخښنه  غوښتله، نو ځکه الله تعالی وفرمايل چي الله  تعالی دوی ته د بخښني د غوښتلو په حال کي عذاب نه ور کوي .

معلومه شوه چي استغفار د عذاب له راتلو تر هغه وروسته هم مانع او مخنيوی دی چي د عذاب لاملونه  موجود شي . 

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي : إن الله جعل في هذه الأمة أمانين لا يزالون معصومين مجارين من قوارع العذاب ما داما بين أظهرهم: فأمان قبضه الله إليه، وأمان بقي فيكم، قوله: { وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ } ( تفسير ابن کثير ص : ۴۹ ج : ۴ )

ژباړه : الله جل جلاله په دي امت کي دوه امانه مقرر کړي، چي تل به له عذاب څخه خوندي وي تر څو چي هغه دواړه په دوی کي موجود وي . 

يو امان الله پاک خپل لوري ته اخيستی دی ( يعني نبي کریم عليه السلام ) او بل په تاسو کي پاته دی ( يعني استغفار )، ( د دغه خبري يادونه) د الله پاک ( په دې  وينا ( کي شوې ) ده چي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ الآية !!

معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره توبه او استغفار مُهم سبب دی . 

نو اوس په دې زمانه کي له عذاب څخه د مخنيوي لومړنی سبب ( د نبي عليه الصلاة السلام ) وجود نشته، نو بايد دوهم سبب ( استغفار ) ته يې خاصه  پاملرنه  وکړو او له الله جل جلاله څخه د خپلو گناهونو بخښنه وغواړو او توبې ور ته وباسو .  

 

 

۴ : له عذاب څخه د خلاصون بل سبب ايمان دی . 

 

 

 

۵ : بل سبب يې شکر دی  . 

 


الله تعالی فرمايي : مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآَمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا (النساء : ۱۴۷)

ژباړه : الله ستاسو په عذاب څه کوي، که مو شکر و ايست او ايمان مو راووړ او الله شکر قبلوونکی پوه دی !!

په دې آيت کي الله تعالی دې خبري ته اشاره کړې چي الله پاک د هيچا په عذابولو ته اړتيا نه لري او نه دا کار الله تعالی ته  کومه گټه رسوي . 

خو ليکن د الله تعالی رحمت داسي ځای غواړي چي د رحمت قابل وي او هغه دا چي مؤمن او شکر کوونکی وي . 

کله چي کوم ځای له دغي وړتيا خالي وي، نو پر هغه د رحمت پر ځای الله پاک عذاب نازلوي . 


نو څوک چي د ځان لپاره نجات او خونديتوب غواړي، بايد ځان په ايمان او الله تعالی ته په شکر کولو ښائسته کړي . 

 ان شاءالله نور بیا...

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام 

------------------------------------

لومړۍ برخه: له دنیوي عذاب څخه د ساتني اسباب (۱)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته