تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا په روژه کي چي هرډول ګناهګاره شخص ...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2024
  0
تعليم الاسلام دارالافتاء
 
د صادرې شميره : (۹۲۷)
نوم: منصور احمد
 
د اوسېدو ځاى( هلمند افغانستان)
 
سوال: په حديث شريف کي راځي چي د روژې په مياشت کيد دوزخ دروازې تړل کيږي او  د جنت دروازې خلاصيږي يعنى دا به دې معنى چي که په روژه هرډول ګناهګاره شخص مړ سي هغه به جنت ته ځي، ځکه چي د دوزخ دروازې تړلي وي که داسي نه وي نود دوزخ د دروازو د بنديدو ګټه مسلمان ته څه شي ده؟ که په دې  اړه معلومات راکړئ.
 
 جواب : حامداً و مصلياً
په روژه کي د جنت د دروازو  د خلاصېدو او د دوزخ د دروازو د تړل کېدو مطلب دا نه دى چي که په همدغه روژه کي کافران مړه سي نو هغوي به هم جنت ته ځي. ځکه چي د دوزخ دوازې بندي دي دا ډول هغه څوک چي هغه روژه نه نيسي او يائې منکر وي او يا مشرک وي بلکه معنى ئې داده چي په دغه مياشت کي د الله جل جلاله رحمت بندګانو ته رانژ دې کېږي او جنت ته داخلوونکي اعمال ترسره کوي، اونسباً روژه داره دګناهونو ، فواحشو او غلطو کارونو څخه را ګرځيدلى وي. نو دا ددې سبب کيږي چي روژه داره  د الله جل جلاله د عذابه او جهنم څخه نجات پيدا کړي، د کبيره ګناهونو څخه راګرځيدلى وي او صغيره ئې الله جل جلاله د روژې په برکت و ر بخښي ځکه چي همدغه روايت داسي هم راغلى دي چي د اسمان دروازې به خلاصي سي او دا ډول د رحمت دروازې به خلاسي سي يعنى ملائکى به د روژه داره پر کړنو او افعالو باندي ثناء او حمد وايي دا ډول په دغه روايت کي دا هم راغلى دي چي شيطانان به وتړل سي ددې معنى دا نه ده چي خلګ به ګناهونه نه ترسره کوي بلکه معنى ئې داده چي د روژه داره د شهوت کوم مخکنى قوت چي ؤ هغه په روژه نيولو سره کمزورى سي او نفس ئې عبادت کولو ته ليواله وي. 
 
او يا مطلب دا دى چي د روژې حالت داسي دى لکه د جنت دروازې چي خلاصي وي او د دوزخ دا بندي وي په اعتبار د ګناهونو د مغفرت او رحمت سره. 
   
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):(فتحت أبواب الجنة) أي : تقريباً للرحمة إلى العباد ، ولهذا جاء في بعض الروايات
 
أبواب الرحمة وفي بعضها أبواب السماء ، وهذا يدل على أن أبواب الجنة كانت مغلقة ولا ينافيه قوله تعالى : {جنات عدن مفتحة لهم الأبواب} إذ ذاك لا يقتضي دوام كونها مفتحة وقوله : {غلقت أبواب النار} أي تبعيداً للعقاب عن العباد ، وهذا يقتضي إن أبواب النار كانت مفتوحة ولا ينافيه قوله تعالى : {حتى إذا جاءوها فتحت أبوابها} لجواز أن يكون هناك غلق قبيل ذلك ، وغلق أبواب النار لا ينافي موت الكفرة في رمضان وتعذيبهم بالنار فيه إذ يكفي في تعذيبهم فتح باب صغير من القبر إلى النار غير الأبواب المفتوحة: حاشية  السندى على البخاري: ج١، ص٣٤٢، چاپ: قديمي کتب خانه.
 
(٢): فتحت ابواب الجنة) وهو کناية عن فعل ما يؤدى الى دخولها و (غلقت) ابواب جهنم: وهو کناية عن امتناع ما يدخل اليها لانه الصائم يتنزه عن الکبائر و يغفرله ببرکة الصيام الصغائر عن مصاعدة افعال لعباد..... و غلق ابواب جهنم عبارة عن التنره انفس الصوام عن رجس الفواحش والتخلص من البواعث على المعاصى. مرقاة: ج٤، ص٢٣٠. چاپ: امدادية ملتان.
 
(٣):ويحتمل أن يكون فتح أبواب الجنة عبارة عما يفتحه الله لعباده من الطاعات وذلك أسباب لدخول الجنة وغلق أبواب النار عبارة عن صرف الهمم عن المعاصي الايلة باصحابها إلى النار وتصفيد الشياطين عبارة عن تعجيزهم عن الاغواء وتزيين الشهوات. فتح الباري: ج٤، ص١٣٧. چاپ: دارالريان للتراث.
 
(٤): قال القاضى عياضي رحمة الله عليه يحتمل ان على ظاهره وحقيقة و ان تفتيح ابواب الجنة و تغليق ابواب جهنم وتصفيد الشياطين علامة لدخول الشهر وتعظيم لحرمته ..... و يحتمل ان يکون المراد المجاز ويکون اشارة الى کثرة الثواب والعفو ان الشياطين يقل اغواءهم ويذاؤهم فيصرون کالمصفدين. فتح الملهم: ج٦، ص١٧٤، داراحياء التراث العربى
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته