تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د پنځو لمونځو وختونه راته ولیکئ
 
  April 25, 2012
  0

 سوال :  تاسوته سلام وړاندی کوم ، که د مهربانۍ له مخی د پنځو وختونو د لمانځه په اړه معلومات راکړئ ( څنګه لمونځ کېږي يعني په پنځه سره وختونو کی کوم رکعتونه کول کېږي)   ډېره مهربانی به مو وي ، ځکه چي په پوښتنه کي شرم نسته . داسي فکر وکړئ چي يو کوچني ته لمونځ ور ښياست .


 د سوال کونکي نوم :  فيصل

جواب : دا صحيح خبره ده ، چي  څوک د اسلام د مقدس دين د يوه حکم او شرعي مسئلې څخه ناخبره وي نو بايد پوښتنه وکړي او ځان په خبر کړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِىِّ السُّؤَال (ابوداود) 
ژباړه : د جهل د ناروغۍ علاج پوښتنه ده . 

او الله جل جلاله هم داسي حکم کړئ دئ : 
فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (٤٣ النحل) 
ژباړه : نو تاسو د علماوو څخه پوښتنه کوئ که تاسو نه پوهيږئ. 

 خو ښاغلې فيصل صاحب ! ستاسو د پوښتني څخه ما ته داسي څرگنديږي ، چي تاسو د پنځو لمونځونو پوره تفصيل غواړئ  که د پوښتني مقصد مو همدا وي نو د مهربانۍ له مخي يو داسي  کتاب مطالعه کړئ ، چي په پښتو ژبه پوره لمونځ او د لمانځه احکام پکښي بيان سوي وي ، د فقه المبتدي څخه چي پښتو تدريسي کتاب دئ او د بنده تاليف دئ هم د لمانځه په اسانه زده کړه کي يو اندازه استفاده کولاى سئ .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته