تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اولاد کېدو لپاره مجربه طریقه څه ده؟
 
  January 13, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۴۳)

نوم: خورکۍ                                                                                      

سوال : زه اولادونه نه لرم نو اوس د اولاد ډېر زیات ارمان لرم، نو که چیري یو شرعي طریقه (دعاء یا بل شی) راوښیاست چي ما ته الله تعالی اولاد راکي.

جواب : 
 
ددې شرعي طریقه د الله جل جلاله څخه دعاء غوښتل دي، خپله عاجزي، انکساري او بې وسي ښکاره کول او په ډېر ښه امید د الله جل جلاله څخه اولاد غوښتل د انبیاوو علیهم السلام سنت طریقه ده. (۱)
 
حضرت زکریا علیه السلام په ضعیف عمر کي الله تعالی ته د اولاد لپاره زارۍ وکړې نو الله جل جلاله يې دعاء قبوله کړه، هغه دعاء داسي ده:  رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ (۲)
همدغه دعاء ډېره وایه، مجربه دعاء ده، کېدای سي الله جل جلاله اولاد درکړي.


جواب: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا

ــــــــــــــــــــــــــ
(۱): معارف القران، ج۲، ص۶۰
(۲): سورة آل عمران، ایت ۳۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته