تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په حیض کي جماع کول څنګه دي؟
 
  June 30, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 

مسلسله شمېره: ۴۹

سوال: د خپلي ښځي سره د حیضي په وخت کي نزدېکت کول څنګه دي؟

سوال: نظري

جواب: د ښځي سره په حیض یا نفاس کي نژدېکت علماوو ګناه کبیره بللې ده. الله عزوجل په قرانکريم کي فرمايي: وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ... 

ژباړه: (ای محمده صلی الله علیه وسلم) ستا څخه (صحابه کرام رضي الله عنهم) د حیض (په وخت کي د جماع کولو) په اړه پوښتنه کوي نو ته (ای محمده صلی الله علیه وسلم) ورته ووایه چي دا (حیض چي دئ) مردار دئ نو د حیض په وخت کي د ښځو د جماع څخه ځان وساتئ او دې (ښځو) ته مه نژدې کېږئ تر څو ښه پاکي نه سي نو کله چي ښه پاکي سوې نو بیا تاسو ښځو ته راتګ (جماع) کوئ په هغه ځای کښي چي الله امر کړي یاست.  (سورة البقرة، ایت ۲۲۲)

په جوهرة النیره کي وايي: که په حیض کي نژدې کت وسي که يې چیري دغه کار حلال بلئ نو دغه سړئ کافر دئ او که یې حلال نه بلئ نو پر دغه سړي باندي استغفار او توبه لازمه ده ځکه دا ډېره لویه ګناه ده. (الجوهرة النیره ۱ جلد، ۸۷ صفحه)
 
مستحبه دا ده چي یو دینار سره زر یا نیم دینار به خیرات کوي، مسکينانو ته به یې ورکوي. 

إنْ كَانَ فِي أَوَّلِهِ فَدِينَارٌ ، وَإِنْ كَانَ فِي وَسَطِهِ أَوْ آخِرِهِ فَنِصْفُ دِينَارٍ... (الجوهرة النیره ۱ جلد، ۸۷ صفحه)  

ژباړه: که چیري د حیض په اول کي نژدېکت وسي نو یو دینار دئ او که په منځ یا آخر کي نژدېکت وسي نو بیا نیم دینار سره زر به مسکینانو ته ورکوي. 

مولوي عبدالسلام
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته