تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې میاشتي لپاره حیض نه راتلل
 
  July 21, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۸۷)

نوم: وحيدالله
                             
سوال : که چيري د يوې ښځي اولاد پيدا سوى وي او د هغه څخه وروسته مياشتانه مريضي( حيض) ورته په خپل وخت د ٥ يا ٦ مياشتو لپاره پيداسي او وروسته د ٦ مياشتو څخه ددې امکان سته چي مياشتانه مريضي ئې د يوې مياشتي يا زيات وخت لپاره ورکه سي؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ښځي د مياشتانه ناروغيو تر منځ چي کومه  موده  ده، هغه ته د طهر موده  وايي، په دې موده کي ښځه لمونځونه کوي، روژې نيسي. دا موده ځان ته حد نه لري، دا کېدلاى سي چي ښځي ته دي په مياشتو مياشتو د حيض ناروغي پيښه نه سي، تر هغه مهاله چي ناروغي ورته پيښه نه سي دابه لمونځونه کوي، خو د يوې مياشتي ناروغي او د بلي مياشتي ناروغي تر منځ به لږ تر لږه ١٥ ورځي د طهر موده وي. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وأقل الطهر بين الحيضتين أو النفاس والحيض ( خمسة عشر يوما ) ولياليها إجماعا ( ولا حد لأكثره ) وإن استغرق العمر. الدرالمختار: ج١، ص٢٠٩، باب الحيض.
(٢): وأقل الطهر خمسة عشر يوما... ولا غاية لأكثره لأنه يمتد إلى سنة وسنتين فلا يتقدر بتقدير....الخ. هداية: ج١، ص٦٥.
(٣): أي ما دامت طاهرة فإنها تصوم وتصلي ، وإن استغرق ذلك جميع عمرها. الجوهرة النيرة: ج١، ص٣٨. 

جواب: مولوي مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي رفيع الله  و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته