تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا انسان ته وحي کېدلای سي؟ ساینسي دلیل
  تعلیم الاسلام
  October 3, 2017
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه  2012-10-03

 د عاقل فعل د حکمت څخه خالي نه وي:

که ته دا یقین لرې چي دا کائنات یوه قادر مطلق پیدا کړی دی او هم هغه دا مربوط او مستحکم نظام په خپل حکمت بالغه سره چلوي او هم هغه دا انسان د یوه ځانګړي مقصد لپاره دلته رالېږلی دی نو دا څنګه امکان لري چي انسان به يې پیدا کړی وی او همداسي به يې په تیاره کښي پرې ايښی وي؟ او هغه ته به دومره هم نه ښيي چي د څه لپاره دنیا ته راغلی دی؟ دلته د هغه څه مسؤلیت دی؟ او دده مقصودي منزل کوم دی؟ او دی به خپل ژوند څنګه تیروي؟ 

ایا یو کس چي عقل او حواس يې کار کوي داسي کولای سي چي د څه مقصد لپاره خپل  مزدور په سفر وليږي او هغه ته نه د روانېدو په وخت کي د سفر مقصد وښايي او نه بیا وروسته هغه خبر کړي؟ چي د څه لپاره په سفر ځي او څه به کوي؟ نو کله چي یو معمولي انسان داسي بې مقصده کار نه کوي نو د هغه پاک ذات الله په باره کي دا تصور څنګه کېدای سي (چي انسان يې دنیا ته لېږلی خو هیڅ مقصد او منزل او وظیفه يې نه ده ورښودلې)؟
 
د صوفیانو د تصرف حقیقت:
د وحي حقیقت همدا دی چي الله تعالی خپل کلام د چا په واسطه یا بېله واسطې نه القاء کړی دی. سوال دا دی چي ددې خبري په منلو کي عقلي قباحت څه دی؟ ددې وحي په ثبوت کي د انساني ایجاد یا عمل مثال وړاندي کولو کښي موږ په فکر کي پرېوځو. مګر د خبري د پوهېدلو د پاره دلته موږ یو داسي انساني عمل د مثال په ډول وړاندي کوو چي په هغه کي یو انسان د بل انسان زړه او دماغ مسخر کوي! او په هغه کي چي څه خیال غواړي هغه اچوي!! دې عمل ته د صوفیانو کرامو په اصطلاح کي "تصرف خیالي" ویل کيږي. 
 
د صوفیانو په حالاتو کي ددې عمل بې شمېره مثالونه معلوميږي چي د هغه په واسطه یو سړی خپل خیالي قوت د بل په زړه او دماغ کي په زور سره اچوي چي په هغه باندي څه ویل غواړي هغه ویلای سي. او چي څه په کول غواړي هغه په کوي. ماده پرستو خلکو تر څه مدې پوري ددې تصرف څخه هم انکار کوی او د هغوی په تقلید کي ډېرو مسلمانانو هم ددې څخه په قصو سره تعبیر کوی.
 
د دماغ د تسخیر ساینسي ایجاد:
تر دې چي د اتلسمي عیسوي پېړۍ په منځ کي په سویزرلنډ کي د طبیعت  مشهور ماهر میسمر (Mesmer) پیدا سو.
 
او په کال ۱۷۷۵ عیسوي کي يې د خپلي مقالې په ذریعه دا کشف کړل چي د یوه مقناطیسي عمل په   ویل(Anima Masnetism) ذریعه انساني دماع تابع کولای سي، دې ته به هغه مقناطیسي عمل تنویم
او په فرانسه کي مقیم وو. 
 
کامیابي تجربې يې وکړې. مګر هغه ونه کولای سوای چي د خپلي زمانې خلک پوره مطمئن کړي. بیا په کال ۱۸۴۲ میلادي کي په انګلینډ کي یو بل سړی جیمز بریډ James Braid 
پیدا سو. هغه دا د تسخیر عمل په ساینسي بنیادونو د سره څخه ثابت کړی. او ددې عمل نوم يې هم تنویم یا هایپنوټایزډ Hypnotized کښېښوی.
 
د عمل تنویم مختلف درجات:
د جیمز بریډ په هایپنوټیزم کي مختلفي درجې دي، د هغه زیاته درجه دا ده چي پر کوم سړي دا عمل وسي نو معمولي Hypnotized د هغه د بدن ټول عضلات او اعصاب جامد او بې حس کوي او په دې سره ظاهري او باطني حواس معطله کيږي. مګر ددې یوه منځنۍ درجه ده چي په هغه کي بدن بې حسه او بې حرکته نه وي. ددې کیفیت حال ورلډ فیلمي انسایکلو پیډيا داسي لیکي: که د تنویم عمل لږ معمولي وي نو معمول ددې قابل وي چي د مختلفو شیانو ادراک وکړي. مثلاً: په دې حالت کي دا ممکنه ده چي هغه (د عامل د لارښووني مطابق) پر خپل ځان د بل کس یقین وکړي، هغه ته څه خاص شیان (چي په حقیقت کي هلته موجود نه وي) په نظر راځي. یا هغه غیرمعمولي حس په بدن کي محسوس کړي ځکه چي هغه په دغه وخت کي د عامل د لارښووني تابع وي.
 
 
د غربي نړۍ څخه د متاثره خلکو په نظریه کي تبديلي راتلل:
د جیمز بریډ د تحقیقاتو او تجرباتو څخه وروسته هایپنوټیزم هغه ماده پرستو خلکو هم ومنل، کوم چي اول ددې قائل نه وو. او نن سبا خو دا د غربي نړۍ د عوامو د دلچسپۍ خوندوره موضوع ګرځېدلې ده. په سلګونو عاملان ددې عمل په واسطه پیسې ګټي او د مریضانو په علاج کي هم ددې عمل څخه ګټه اخیستل کيږي. او هغه "خیالي تصرف" د کوم ذکر چي د مسلمانانو د صوفیاء کرامو رحمهم الله څخه د پیړيو راهیسي راروان وو او خلکو به ورته توهم پرستي ویل او ډول ډول بهانې به یې کولي، اوس د هایپنوټیزم په نامه یو حقیقت ګرځېدلی دی. اوس زموږ د زمانې نوم نهاد عقل پسنده هم دا مني! چي دوی ته زموږ د مسلمانانو یوه غیرمعمولي خبره توهم پرستي ښکاري خو د غربي نړۍ هر نوی ایجاد ساینسي حقیقت په نظر راځي.
 
په هر صورت! عرض دا وو چي که مسمریزم وي یا هایپنوټیزم، ددې حقیقت ددې ماسېوا نور څه شي دی چي یو انسان بل انسان مسخر کړي او خپل خیالات او خپلي خبري د هغه په زړه کي واچوي. اوس خبره دا ده چي کوم الله چي د یوه انسان په خیالي تصرف یا عمل تنویم کي دومره طاقت ایښی دی چي هغه د معمولي معمولي مقاصدو لپاره بلکه بعضي وخت بالکل عبث د بل دماغ او زړه مسخر کوي نو ایا هغه الله جل جلاله به په خپله پر دې خبره قادر نه وي چي د انسانیت د هدایت لپاره د یوه پیغمبر زړه مسخر کړي او خپل کلام په هغه کي واچوي؟! سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ
 
ماخذ: اصول تفسير، د شیخ الاسلام علامه مفتي محمد تقي عثماني، صفحه: ۴۶

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته