تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الفت صاحب فریاد!
 
  October 9, 2012
  0

 رالېږونکی: اسد الله بری له جاپانه


لیکوال: ګل پاچا الفت

 حق او باطل نه معلوميږي حق بيان که نه وي
 ظالم ته هيڅ نشي ويلی ټينګ ايمان که نه وي

پنځو روپو باندې ولې هره ورځ خرڅوې
 دين و ايمان دي مسلمانه ډېر ارزان که نه وي 

آه و فرياد د چا له لاسه دغه خلک کوي؟
چیرې بې رحمه، خدای ناترسه ظالمان که نه وي

دا ميدانونه ولې سره دي په سرو وينو باندې
په هر هېواد کې شرمښان يا قصابان که نه وي

لکه واړه په څو پيسو باندې غوليږي ولې
په خوی او عقل دا لوی خلک ماشومان که نه وي

خوار و غريب او بېنوا که په راحت و په کې
جنت يې بولم خير دی حوري او غلمان که نه وي

چې مظلومان کړي فريادونه د ظالم له لاسه
ورته دوزخ وايه هيڅ اور لړم ماران که نه وي

دا ناداري دا ناداني دا بدبختي له څه ده
زمونږ کارونه زمونږ فکر او خوی وران که نه وي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته