تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج اداينه د ثواب لامل سي که د عذاب؟
  تعلیم الاسلام
  August 9, 2019
  0

 ليکوال: قاري صالح محمد مدثر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا يو څرګند او روښانه حقيقت دئ، چي د حج اداينه پر ټولو توان لرونکو مسلمانانو باندي په ټول ژوند کي يو ځل يوه الهي فريضه ده، ځکه الله جل جلاله  په خپل مقدس کتاب قرانکريم کي فرمايي :
 

 

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ...( سورت البقره ايت ١٩٦ )

 ژباړه: حج او عمره خاص د الله جل جلاله  لپاره ادا کړئ .


او په  بل ايت کريمه کي الله جل جلاله  فرمايي:
 

 

وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا. ( سورة العمران اية ٩٧)

 

ژباړه: يقينا پر توان لرونکو خلګو باندي دالله جل جلاله  داحق دئ چي د بيت الله شريفي حج ادا کړي .
 
دا چي د حج اداينه به د ثواب لامل ګرځي او که دعذاب ؟ 
 
       ګرانولوستونکو! دا يو څرګند حقيقت دئ چي د حج د مقدسي فريضې اداينه د ټولو مسلمانانو لپاره د ډېر زيات ثواب او د ټولو ګناهونو د بخښي سبب او لامل ګرځي ، ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هر څوک چي خاص د الله جل جلاله  لپاره حج ادا کړي او له ناوړه کارونو څخه ځان وژغوري نو د حاجي  د حج د ادايني او قبوليت څخه وروسته د نوي زېږېدلي ماشوم په شان کيږي (کوم چي دلويو او کوچنىو ګناهونو څخه معصوم دئ ) ټولي ګناوي يې بخښل کيږي( پرته دمسلمان دحق څخه ( بخاري) . 
 
    اوس دلته دا پوښتنه پيداکيږي چي د حج اداينه څرنګه د عذاب لامل کيږي ؟

 

      محترمو مسلمانانو! ددغي پوښتني ځوابونه بيخي ډېر دي او  ډېر داسي اعمال سته چي  دهغو په کولو سره د حج اداينه د ثواب او اجر نه بلکي د الهي عذاب لامل کيږي ، خود روښانتيا په موخه به څودغسي کارونه ستاسو په مخکي کښېږدو.

 
 ١- د حج د ادايني څخه بايد يوازي او يوازي دالله جل جلاله   رضا او خوښي هدف وي او هيڅ دنياوي هدف او مقصد ورڅخه مراد او مطلب نه وي ځکه الله جل جلاله فرمايي

 

: وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ...(سورت بقره ايت ١٩٦)

 ژباړه: خاص د الله جل جلاله  لپاره حج او عمره  ادا کړئ .

      دپورتني ايت څخه د حج د ادايني مطلب په ښکاره توګه معلوميږي چي خاص د الله جل جلاله  رضا‌‌‌‌ء او خوښي ده،نو که چيري يو مسلمان ورور د حج د ادايني څخه هدف  دنياوي عزت ، شهرت او د حاجي صاحب نو م وړل  او  داسي  نور..  اهداف وي دغه حج به يوازي او يوازي د مسلمان ورورلپاره عذاب او  دسزا سبب  وګرځېږي .
 
 ٢- حاجي صاحب بايد داسراف (بې ځايه لګښتونو ) څخه ځان وژغوري ځکه الله جل جلاله فرمايي :  وَأَنَّ الْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَابُ النَّارِ ( سورت الغافر  ايت ٤٣) 
 
ژباړه: رښتيا بې ځايه لګښت کونکي دوزخيان دي.
 
         که چيري پورتني مبارک ايت ته ځير سونو دابه راته روښانه سي چي اسراف کول دالله جل جلاله  د مقدس کتاب قرانکريم څخه نافرماني ده  او  هغه څوک چي د الله جل جلاله   د امر څخه نافرماني کوي دالله جل جلاله  د عذاب مستحق ګرځي  داچي زموږ د ټولني د ژوندانه په هراړخ کي اسراف (بې ځايه لګښتونه )بيخي د پاى نقطي ته رسېدلي دي او په معاصر وخت کي يې ډېر رواج موندلى دئ.  دا چي زموږ موضوع د حج په باره کي ده نو راځو ددغو اسرافونه تفصيل او بيا ن کوو .
 
          زموږ حاجيان صاحبان چي کله د حج څخه راستانه سي او خپل کورته ورسيږي نو ددې پر ځاى چي دالله جل جلاله  شکر ادا کړي  بې ځايه مصرفونو ته مخ کړي هغه داچي د خپل نوم او د شهرت د ګټلو په موخه خلګو ته ډول ، ډول وسايل ، جامي ، ساعتونه ، دسملان، موبايلونه  او  داسي نور  شيان راوړي ، آن تر دې چي ځني حاجيان صاحبان خلګو ته ټيپان او تلويزو نونه  هم  راوړي .
 
      پردې سربېره د حاجي په کوټه کي ډول ، ډول مېوې او فوق العاده (په لوړ کيفيت سره) ډوډۍ هم پيدا کيږي، دا په دې خاطر که چيري حاجي صاحب ددغسي ډوډۍ تياري ونه  نيسي يا خو به څوک مبارکۍ ته نه ورځي او که چيري ورځي نو دهغه حاجي صاحب د ډوډئ  او کوټې  ډېر ښه  صفت  به ونه کړي .
 
          او دځينو حاجيانو صاحبانو که لاس مچ نه سي ډېر خوابدي کيږي ، نو که لږ فکر  وکړو  دغه ټول کارونه هم د حاجي صاحب او هم د عامو مسلمانانو نيتونه خرابوي او دعذاب سبب کيږي بايد ورڅخه پرهېز وکړو.
 
            بله داچي په دغو مصرفونو (لګښتونو)سره حاجي يوازي خپل مال  او حج ته تاوان نه دئ رسولى ، بلکي عامو مسلمانانو ته يې هم تاوان رسيږي ځکه که چيري حاجي صاحب چاته ساعت ،کالي او دېته ورته نور شيان ورکړي  نو هغه مسلمانان مجبوره دي يا به حاجي صاحب ته پسه راولي او يا به دنوموړي حاجي صاحب ډوډئ کوي او دابيخي يو غټ تکليف دئ ، ځګه چي ډېر ناوسه خلګ ددغسي مراسمو توان نه لري او  دهغه  دازار سبب کيږي .
 محترمو مسلمانانو ! اوس تاسي فيصله وکړئ چي ددغه ډول حج اداينه به د ثواب لامل ګرځي او که دعذاب ؟ 
 
 
 

 

٣ _حاجي صاحب بايد د خپل دغه الهي نعمت شکر اداکړي ، داچي و بيت الله شريفي ته تګ او دحج اداينه دالله جل جلاله  د ډېرو سترو  نعمتونو څخه يو ډېر لوئ  نعمت دئ نو هر مسلمان ورور ته پکار ده چي ودغه نعمت ته تر رسېدو وروسته دالله جل جلاله  حمد او شکر اداء کړي او له ناشکرۍ څخه ځان وژغوري ځکه الله جل جلاله فرمايي :

 

لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (سورت ابراهيم ايت ٧)

 ژباړه: که تاسي دالله جل جلاله  پر نعمتونو باندي شکر وباسئ نو زه به يې درته  زيات کړم او که ناشکري وکړئ نو  زما عذاب  ډېر سخت دئ .

 
ګرانو لوستونکو! پوهېږئ، چي هغه ټول کارونه چي په شريعت کي اسراف بلل کيږي هغه دالله جل جلاله  د ناشکرۍ سبب هم ګرځي او الله جل جلاله  دنعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل ګرځي نوبايد دپورته ذکر سوو افعالو څخه په کلکه پرهېز وکړو او خپل ځانونه د شهرت غوښتني، اسراف، ناشکري او دالله جل جلاله  د سخت عذاب څخه وژغورو.
 
          د حج فضائل او ثوابونه هم ډېر زيات اوبې شمېره دي خو دبسني په موخه داسلام د ستر پيغمبراو لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دغه حديث کافي دئ، چي فرمايي

 

څوک چي خاص دالله جل جلاله  د رضاء او خوښۍ لپاره حج وکړي نو دنوى زېږېدلي ماشوم په شان د ګناهونو څخه پاکېږي پرته د مسلمان دحق څخه .

 

           نو ټولو مسلمانووروڼو او خويندو ته دا لازمه ده چي هر اسلامي حکم او خاصتاً د حج داديني څخه يې مطلب دالله جل جلاله  رضاء او دهغه خوښي وي ، ځکه د ژوند څخه هدف دالله جل جلاله  رضا ده که چا دالله جل جلاله  رضا پيداکړه هرڅه پخپله سمېږي او که دالله جل جلاله  رضا او خوښي نه وي نو هيڅ عمل او کار فايده او کومه ګټه نلري او که مسلمان حج دالله جل جلاله  درضاء او خوښۍ لپاره اداءکړي نو الله جل جلاله  به دخوشحاله او ښه ژوند سره په اخرت کي دايمي هوساينه او ښايسته ژوند ورنصيب کړي.
 
او که يې دنيوي هدف ورڅخه مراد وي نونه يوازي داچي مالي او ځاني ستړياوي يې عبث او بې ګټي سوې بلکي دالله جل جلاله  دعذاب سره به هم مخ کيږي نو پکارده چي دالله جل جلاله  د عذابونو او دهغو لارو اوکړنو څخه پر هېز وکړو چي دهغو په کړنه سره دالله جل جلاله  د عذاب مستحق ګرځو .
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته