تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۷۵)
نوم: نورالحق
د اوسېدو ځای: اسلام اباد
سوال : ایا په اسلام کی ښځو ته د موټر چلولو اجازه سته؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
موټر خو په کور کي نه چلول کیږي خامخا به یې د کوره راباسي او د ښځي راوتل بېله اړتیا ناجایز دي دا خو د مسجد د لمانځه څخه لا منع ده نو منظره به يې څنګه جواز پیدا کړي؟! او لکه څنګه چي د نارینه کتل وه بیګانه ښځي ته ناجایز دی همدارنګه د ښځي کتل و بیګانه نارینه ته ناجایز دي او بل په دې کي مشابهت د نارینو سره دی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم پر دغو ښځو باندي لعنت ویلی دی.
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):قَالَ : لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ. صحیح البخاري، کتاب اللباس، باب المتشبهین بالنساء.
(۲):عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ : { نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَوَاتِ الْفُرُوجِ أَنْ يَرْكَبْنَ السُّرُوجَ. فتح القدیر، ج۳، ص۳۵۹- رشیدیة کوئته