تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د حضرت علي (رض) مېرمن او یو زوی
 
  January 17, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤۳۱)

نوم:   محمد جعفر 

سوال : ایا حضرت علی رض د خیبری په نوم بله ښځه درلوده او د محمد حنیفیا په نوم یی بل زوی درلودی ځکه ځینی خلګ وایی چی د ا محمد حنیفیا د کر بلا د پیښی وروسته په ریګ ننوبتی دی او په ور ځ د قیا مت راوځی او د یزیدیانو سره جنګ کوی او بله پوښته داده چی خلګ وای چی علی  رض یو کا فر وژلی دی چی د پښی هډوکی یی تر اوسه پر یوه سیند پروت دی او موټران ورباندی تیریژی ایا دا حقیقت لری که نه وسلام

جواب :
 
حامداً و مصلیاً

جواب : حضرت علي رضی الله عنه د خیبري په نامه ښځه نه درلوده او د محمد بن حنفیه په نامه یې زوی درلودی چي د هغه د مور نوم خوله بنت جعفر وه،  په جنګ یمامه کي خوله رضی الله عنها ونیول سوه چي په غنیمت کي حضرت علي رضی الله عنه ته ورسيدل (۱).

د دې مبارکي څخه محمد بن حنفیه پیدا سو او د نورو پوښتنو جواب دي په نفي سره دی،  هغه د اهل تشیع د خرافاتو څخه دی  چي هيڅ حقيقت نه لري.

جواب : مولوي عبدالهادي آغا  
الجواب صحیح : مولوي سید عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱): تحفه اثنا عشریة ، فتاوی محمودیة ، ج۲ ، ص۸۳ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته